امریکا په سورئې کې سخته ماته وخوړله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79087-امریکا_په_سورئې_کې_سخته_ماته_وخوړله
آیت ا.. امامی کاشانی روښانه کړې ، امریکا او متحدان به ئې د خدای په مرستې اومهربانۍ سره خوار او ذلیل شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 21, 2018 12:45 Asia/Kabul
  •   امریکا په سورئې کې سخته ماته وخوړله

آیت ا.. امامی کاشانی روښانه کړې ، امریکا او متحدان به ئې د خدای په مرستې اومهربانۍ سره خوار او ذلیل شی .

زمونږخبریال راپورراکړ د تهران دجمعې لمانځه خطیب  آیت ا... محمد امامی کاشانی  پخپلو خطبو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ا مریکا ،صهونیسټ رژیم او سعودی عربستان  په نړۍ  کې   دفساد اوترینګلتیاؤ په رامینځةکولو پسې دی ، ووئیل ، امریکا اودهغې متحدان  فساد رامینځةکوی ،  څو نړۍ  پخپل کنټرول کې وساتی .

  دتهران دجمعې لمانّځه  خطیب زیاته کړې ، امریکا  او د هغې متحدان  دایران داسلامی جمهوریت پشمول  له خپلواکه هیوادونو غواړی ،  په فلسطین ، بحرین ،یمن، عراق او افغانستان کې  دهغوی پر ظالمانه اقداماتو اوجنایتونو  خپلې سترګې پټې کړی .،خو  هیڅکله به داسې ونه شی .

آیت ا.. امامی کاشانی  روښانه کړې ، امریکا او متحدان  به ئې د خدای په مرستې اومهربانۍ  سره  خوار او ذلیل  شی .

 د امریکا    ولسمشر ډونالډ ټرمپ   وړمه ورځ   د سورئې د ولسی نظام  په پرځولو کې د ترهه ګرو  له اوه کلنې بې وسۍ  او سترو ماتو وروسته  اعلان کړی ،  امریکائی پوځ به  ډیر  زر له سورئې ووځی .   چې  د   دسورئې د ولسی حکومت پشمول د نړۍ زیاترو هیوادونو  په دې باب  په بیلابیل غبرګونونه ښودلی او وئیلی ئې دی ، دامریکا درست کارونه  او اقدامات   له بې شمیره شکونو سره مخ دی او ممکنه ده  دا هم یو چال وی او  نیّت ئې څه بل څه وی .