د نړۍ د فرنګي کشتۍ سياليو کښې د ايران اتلولي
Dec 22, 2018 13:10 Asia/Kabul
د ايران د اردبيل رازي بيمې ټيم د نړۍ د کلبونود فرنګي کشنۍ د سياليو د پينځمې دورې اتل شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران د اردبيل د رازي بيمې ټيم پرون ماښام د نړۍ د کلبونو د فرنګي کشتۍ د سياليو په فائنل کښې چې د ايران په اردبيل ښار کښې وشوې د روسيې ټيم ته د دوه په مقابل کښې په اتو سره ماتې ورکړه او د نړۍ قهرمان شو.
د ايران د ايذه سينا صنعت او د ترکيې ټيمونو هم په ترتيب سره د دغو نړيوالو سياليو دريم او څلورم مقامونه حاصل کړل.
له دې مخکې هم د نړۍ د کلبونو د ازادې کشتۍ په سياليو کشې د ايران د بابل رازي بيمې ټيم د ترکيې د ټيم په مقابل کښې په برترۍ سره د دغې دورې د سياليو اتل شوے ؤ.
ټیګونه