د ایران د لیندۍ د ۲ نیټې ځینې مطبوعات
اروپا له افغانستانه د امریکایی عسکرو د ویستلو په اړه د ټرمپ په فیصلې اندیښنه څرګنده کړه
اطلاعات
د سپاه قوماندان د مځکنی ځواک د پیامبر اعظم (ص) په مانورې کې وویل د ایران توان دفاعی دې .
د ایران خارجه وزیر ظریف له یوې فرانسوی اونیزې سره په خبرو کې ویلی دی اروپا غواړی چی لمبو ووهی خو لنده نشی .
د فلسطینانو د ستنیدا په مظاهرو کې ۵ کسان شهیدان او ۴۰ ژوبل شوی دی .
د ایران د اسلامی شورا مشر لاریجانی وایی د صیهونیسټ رژیم د جنایتونو خبرونه باید د نړیوالو غوږونو ته ورسی .
اسلام اباد وایی له نوی ډیلی سره خبرو اترو ته چمتو یو .
اروپا له افغانستانه د امریکایی عسکرو د ویستلو په اړه د ټرمپ په فیصلې اندیښنه څرګنده کړه .
د بشری حقوقو موسسو ویلی دی چی د بن سلمان په پړاو کې په عربستان کی پانسۍ زیاتې شوی دی .
دامریکا له بندیزونو سره سره دایران صادرات زیات شوی . ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کې زیاتوی چی د ایران د تیلو د ګازو او د پیټروکیمیکل محصولاتو د صادرونکی اتحادیې نائب رئیس« احسان باقریان» دامریکا د ظالمانه بایکاټونو له بیرته ستنیدا سره سره د پیټروکیمیکل محصولاتو د صادراتو د زیاتیدا خبر ورکړ .
هغه وویل د موجودو شمیرنو پراساس د روان میلادی کال د مارچ د میاشتې له دوه ویشتمې د سپتمبر د میاشتې تر دوه ویشتمې نیټې پورې ایران ددرې میلیارډه او یوسل پنځوس میلیونو ډالرو په ارزښت بیلابیل تیلی محصولات صادر کړی دی چې دغه شمیر په تیر میلادی کال کښې دوه نیم میلیارډه ډالره وو .
احسان باقریان زیاته کړه له دې سره سره چې دایران پرضد دامریکا یواړخیزه بایکاټونو د ځینو محصولاتو په صادرولو کښې یوشمیر مشکلات رامینځته کړی دی خو اټکل کیږی چې په روان میلادی کال کښې د ایران دتیلو د محصولاتو صادرات له تیر میلادی کال څخه زیات وی .
جمهوری اسلامی
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د واشنګټن هغه راپور ته اشاره کړی ده چی پکې یې ویلی دی ټرمپ د ولسمشرۍ په ۷۰۰ ورځو کې اووه زره دروغ ویلی دی . نوموړی ورځپاڼه په خپل راپور کې زیاتوی چی ټرمپ په هرې وینا کې له ۳۵ تر ۴۵ پورې دروغ او ادعاګانې وړاندی کړی دی .
د سوریې په ختیځ د امریکا د جنګی الوتکو په حمله کی دیرش کسان وژل شوی دی .
چین د امریکا تر خاورې د رسیدو په توان سره یو نوې ایټمی توغندې ازمویلې دې .
د امریکا مستعفی شوی دفاع وزیر جیمز ماتیس د امریکا خلکو ته د ټرمپ په اړه خبردارې ورکړ .
ښاغلی ظریف ویلی دی دایران توغندی داټومی خولیو د وړلو توان نلری . دایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د فرانسې له لوپوئن (Le Point) اونیزې سره په مرکه کښې چې پرون خپره شوه وویل دایران اسلامی جمهوریت د اټومی وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوی او د ایران توغندی د اټومی خولیو د وړلو توان نلری .
هغه په دې خبرې سره چې د ملګروملتونو دامنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک له ایران څخه غواړی د اټومی خولیو وړونکی توغندی جوړ نکړی وویل ایران اټومی پروګرام نلری .
د ایران خارجه وزیر ظریف دتهران داټومی پروګرام په اړه د لویدیځو هیوادونو د ادعا په ردولو سره وویل ایران په مینځنی ختیځ کښې ترټولو کمه پوځی بودجه لری .
جواد ظریف په دې خبرې سره چې فرانسه هرکال په سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو په میلیارډونو ډالرو وسلې خرڅوی وویل ایا فرانسه چمتو ده په ایران هغه پرمختللی الوتکې چې په سعودی عربستان او یا متحده عربی اماراتو یې خرڅوی خرڅې کړی چې ایران هم وکولای شی د ځان دفاع وکړی ؟
دایران خارجه وزیر جوادظریف په دې خبرې ټینګار سره چې تهران هیڅکله له کوم هیواد سره دجنګ کولو هڅه نه ده کړی وویل ایران تل د فارس خلیج سیمې له ټولو هیوادونو سره دملګرتیا کولو هڅه کړی ده خو سعودی عربستان په سیمه کښې له ایران سره د نښتې کوشش کوی .
هغه په سیمه کښې دسعودی عربستان سیاستونه غلط وبلل او ویې ویل ریاض په لبنان ، سوریې ، عراق ، یمن ، افغانستان او قطر کښې هماغه راز خپله غلطۍ تکراروی .
کیهان
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف له فرانسوی اونیزې سره په مرکه کی ویلی دی چی زمونږ د سیمې ستونزه سعودی عربستان دی.
ښاغلې عبداللهیان وایی دیمن کلابندی دې سملاسی ختمه شی . دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی تر دې دمه د یمن د ماشومانو او ښځو په شد هراړخیز غیر انسانی بندیزونه په سختۍ سره اعمال کیږی .
دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار زیاته کړې ، امریکا ،عربستان او امارات د یمن د ماشومانو اوښځو د وژلو ،لوږې او ناوړه خواړو او د دغه تاریخی اوتمدنی هیواد د کنډوالو مسئول دی .
داپه داسې حال کې دی چې په یمن کې دملګروملتو پر اووبند دڅارونکی پلاوی مشر پاتریک کامرت وئیلی دی په یمن کې د اوور بند د بهیر دوام امنیت اوثبات د تامینیدا لپاره مثبتې بریاوې درلودلی شی .
د امریکا رسنیو ویلی دی د حکومت چټی کیدل به لږ ترلږه د روان میلادی کال تر ختمیدا یعنی دکریسمیس تر چټیانو پورې دوام ولری .
د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری د بایکاټ له اعمالولو د ایران دملت د دښمانانوهدف هیواد ته د شیانو د واردولو په بهیر کښې د خنډ رامینځته کول وباله
دپاکستان دبهرنیوچارو وزیر شاه محمود قریشی له افغانستانه دعسکرو د ایستلو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې هرکلی وکړ او په سیمه کښې یې د سولې لپاره د اسلام اباد اراده بیا تکرار کړه .