په فارس خلیج کې په امنیتی غږملتیاد ایران ټینګار
خوامریکا په سیمه کې په خپل پوځی شتون په دوام او له ایرانه د ویرونې د بهیر په سختولو سره د سیمې له هیوادونو سره د ایران په اړیکو کې د کړکیچنې فضا د رامینځته کولو په لټه کې ده
د سیمې بدلونونه ښی چی په فارس خلیج کې د پردیو لاس وهونکې شتون ، د سیمې په ځینو هیوادونو کې سیاسی بې ثباتی او کړکیچونو شتون هغه عوامل دی چی په سیمه کې د ډله ایز امنیت لپاره دګواښونو د رامینځته کیدا سبب شوی دی .
د ایران د وسله وال ځواک لوی درستیز جنرال محمد باقری پرون د ایران په بوموسی ټاپو کې له پوځی تاسیساتو په کتنه کې ټینګار وکړ په سیمه کی د امنیت تامینول یوازې د د سیمې د درستو هیوادونو په ملګرتیا سره شونی دی او د پردیو شتون په دغه هدف کې خنډ رامینځته کوی .
خوامریکا په سیمه کې په خپل پوځی شتون په دوام او له ایرانه د ویرونې د بهیر په سختولو سره د سیمې له هیوادونو سره د ایران په اړیکو کې د کړکیچنې فضا د رامینځته کولو په لټه کې ده . دهمدې سټراټیجۍ په چوکاټ کې امریکا د ایران او د ګاوندیو هیوادونو ترمینځ د امنیتی غږملتیا مخالفه ده او په سیمه کې په خیالی فضا جوړونې سره پرله پسې دا القا کوی چی ایران په سیمه کی یو ګواښ حسابیږی . دا په داسې حال کی ده چی امریکا د امنیت د تامینولو په پلمه سیمې ته راغلی ده خو په هر ځای کی یې چی پښه کیښودلی ده ناامنی یې رامینځته کړی ده ، د دغو ناامنیو بیلګې په سوریې ، عراق ، افغانستان او فارس خلیج کې لیدلې شو .
په سیمه کې د امریکا شتون دوې منفی او اوږدمهاله اغیزې درلودلی دی . لومړې اغیز تسلیحاتی سیالی ده او دوهم منفی اغیز هم په سیمه ایزو اړیکو کې د درز رامینځته کول دی . دا په داسې شرایطو کې دی چی په فارس خلیج کې مهمه موضوع په ډله ایز امنیت په ټنګار سره د سیمه ایز امنیت تحقق دی .
د لندن چاپ رای الیوم ورځپاڼۍ د عبد الستار قاسم په قلم په یوه یادښت کې لیکی ، د سیمې ځینې عربی هیوادونه د امریکا په لمسون او د اسراییلو له هدفونو سره په غږملتیا کې ایران په سیمه کې د یوه ګواښ په توګه معرفی کوی ، په داسې حال کی چی هیر کړی یې دی ، په سیمه کې یې د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره په سلګونو میلیارډ ډالره لګښت کړی دی .
امریکا په هغو سیاستونو سره چی ټرمپ پرمخ نیولی دی ، هڅه لری چی د سیمې له امنیتی معادلاتو د ایران د لیری کولو په ترڅ کې د تنګه هرمزد امنیت په نسبت اندیښنې رامینځته کړی ، خو ایران به په پریکنده توګه امریکا ته د داسې خوځښت اجازه ورنکړی .
د امنیت په تامینولو کې د ایران اقتدار په لوړه سویه کې دی ، دغه اقتدار هیڅکله د سیمې د امنیت پرضد د ګواښ په معنا ندې ، بلکې د ایران پوځی ډاکټرین سوله غوښتنه ده . د جنرال باقری خبرې د دغه ټکی تایید دی . د ایران د وسله وال ځواک لوی درستیز په خپلو خبرو کې د اسیا په لویدیځ کې د دسیسې لپاره له امریکا سره د سیمې د ځینو هیوادونو د ملګرتیا په هکله روښانه پیغام درلود .
سردار باقری ټینګار وکړ ، د ایران سیمه ایز دښمنان باید پوهه شی چی د ایران اسلامی جمهوریت د سوله غوښتنې د ډاکټرین په څنګ کې پریکنده او پیاوړې پوځی شتون هم لری چی د ضرورت په وخت کې له خپلی مځکنی بشپړتیا د دفاع په ترڅ کې وړاندیز کونکی هیوادونه هم د راتلونکو پایلو مسول بولی .