امریکایان هیڅ جراءت نه لری چې دسیمې په خلکوکې ظاهرشی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79393-امریکایان_هیڅ_جراءت_نه_لری_چې_دسیمې_په_خلکوکې_ظاهرشی
ډاکټر روحانی وئیلی دی ،عراق ته د ډونالډټرمپ دشپې مهال اوپټ سفر او سملاسی بیرته ګرځیدا په سیمې کې د امریکا دماتې ښودنه کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 02, 2019 12:36 Asia/Kabul
  • امریکایان هیڅ جراءت نه لری چې دسیمې په خلکوکې ظاهرشی

ډاکټر روحانی وئیلی دی ،عراق ته د ډونالډټرمپ دشپې مهال اوپټ سفر او سملاسی بیرته ګرځیدا په سیمې کې د امریکا دماتې ښودنه کوی .

زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران ولسمشر عراق ته دامریکا دولسمشر ډونالډټرمپ   پټ سفر ته په اشارې سره  وئیلی دی ، امریکایان  دومره جراءت نه لری ، چې  د عراق ، سورئې،لبنان او یمن  دخلکو په  مینځ کې ظاهر  شی .

ډاکټرحسن روحانی  نن   د حکومتی کابینې  په غونډې کې  ددې خبرې په کولو سره چې امریکایان  له ۲۰۰۳کال راهسې مدعی وو ، چې  دعراق او افغانستان د ولسونو ژغورونکی  دی ، زیاته کړې ،که امریکا ،عراق  ژغورلی وی ، نو ولې ټرمپ  بیا دغه  هیواد ته رسمی او څرګند سفر  ونه کړ .

 ډاکټر روحانی وئیلی دی ،عراق ته د ډونالډټرمپ دشپې مهال اوپټ سفر او سملاسی بیرته ګرځیدا  په سیمې کې د امریکا دماتې ښودنه کوی .

 داسلامی ایران ولسمشر هیله وښودله،دسپینې مانۍ چارواکی په ۲۰۱۹کال کې  له خپلو ناکامیو  درس واخلی او  دسیمې په تیره بیا دفلسطین دملت  په داخلی چارو کې  دې ګوتې نه وهی .

 داسلامی ایران ولسمشر همدرااز  د ایران په ضد دامریکا ظالمانه بندیزونو ته په اشارې سره روښانه کړې،ددښمنانوله چلندونوسره سره،دایران اقتصادی فعالیتونه  مثبت اوهیله منونکی دی .

 هغه ټینګارکړی،امریکایان به هیڅکله هم دایران دتیلو دصادراتو او د پیرپلور  د مخنیوی لپاره خپلو سپیرو موخو ته ونه رسیږی .

 ډاکټر روحانی همداراز د دښمنانو له ګواښونو سره  دمقابلې لپاره  دایران ددفاعی توان  لوړتیا ضروری وبلله .