په نړۍ کې د زبرځواکۍ وهم او خیال ډیرکم شوی دی
جواد ظریف دایران په اسلامی جمهوریت کې د قدرت اساس ولس وبالۀ او وې وئیل،د ایران د اسلامی جمهوریت تر ټولو ستر ویاړ دا دی چې یو هیواد هم له ایران سره دمرستې او ملاتړ ادعا نشی کولی .
دایران د ا سلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن دایران دشمال ختیځ مشهد سپیڅلی ښار کې په یولړڅرګندونو کې دسورئې او دمینځنی ختیځ بدلونونو ته په اشارې سره وئیلی دی ، دایران ،ترکیې او روسیې له خوا دپه سورئې کې د اوور بند ټینګیدو لپاره دآستانې دغونډې له جوړیدا له دوو کلونو جوړیدا وروسته ، دغه موافقه په سورئې کې د تاؤتریخوالی دکمیدا لامل شوی ده .
دایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره ، چې دتیریګرو دماتې لپاره مقاومت ضروری اونه انکاریدونکی دی ،روښانه کړې ، کله صهونیسټ رژیم په لبنان اوغزې تیری کوی ، او یا صدام دیکتاتور په ایران حمله کوی ،دا د ولس مقاومت دی ، چې دتیریګرو د شړلو لامل کیږی .
جواد ظریف دایران په اسلامی جمهوریت کې د قدرت اساس ولس وبالۀ او وې وئیل ، دایران داسلامی جمهوریت تر ټولو ستر ویاړ دا دی چې یو هیواد هم له ایران سره دمرستې او ملاتړ ادعا نشی کولی .
دایران خارجه وزیرزیاته کړې،دایران داسلامی جمهوریت،خپلواکی ، امنیت،صنعتی پرمختګ،اقتصاد،اعتبار او رواوالی درست داخلی بنه لری ،خکه دښمنانو په تیرو څلویښتو کلونو کې ایران ته هیڅ تاوان نه دی رسول شوی .