د ايران او افغانستان د تعلقاتو په پراختيا تاکيد
د ايران د انرجۍ وزير په مختلفو زمينو کښې د ايران او افغانستان د ملګرتياو د پراختيا غوښتنه وکړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې رضا اردکانيان پرون په تهران کښې د افغانستان د انرجۍ او اوبو د وزير خان محمد تکل په کتنه کښې د اوبو او انرجۍ په زمينه کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو مخينې ته په اشارې سره وويل،د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د ايران د انرجۍ د وزارت او ايراني شرکتونو لخوا په کابل کښې د اوبو د تحقيقاتي ادارې جوړول او د اوبو او د برېښنا د ګڼ شمېر منصوبې شروع کول او د هېرمن د ۱۹۷۲ کال د معاهدې په اجرا کښې د دواړو هېوادونو ملګرتيا د اوبو او انرجۍ په زمينه کښې د ايران او افغانستان ځينې ملګرتياوې دي.
د افغانستان د اوبو او انرجۍ مرستيال وزير خان محمد تکل هم د ايران د اسلامي جمهوريت له ملاتړونو او ملګرتياو څخه په قدرونې سره د اوبو او انرجۍ په شمول په مختلفو زمينو کښې د ايران او افغانستان د ملګرتياو د نوې مرحلې د شروع کولو غوښتنه وکړه.