فلاحت پېشه: امريکه او اسرائيل د سيمې ناامنه کول غواړي
د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن مشر وويل، له اېټمي انرجۍ څخه د ايران صلح ايزه استفاده او په ځاي پوهې سره د ايران د دفاعي توان مضبوطول په سيمه کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم لپاره په يو مشکل بدل شوي دي.
د جرګې د خبري اژانس د رپوټ له مخې حشمت ا... فلاحت پېښه پرون په تهران کښې د جنوبي افريقې د سفير ويکا خومالو په کتنه کښې وويل، امريکه ، اسرائيلي رژيم او په سيمه کښې د هغوي ملاتړي مرتجعين خپلو ناروا ګټو ته د رسېدو لپاره د سيمې په بې ثباتۍ او ناامنۍ پسې دي. فلاحت پېشه وويل، د ايران د اسلامي جمهوريت پاليسي د قدرت له دريځه د تاوتريخوالي کمول دي او په دې لړ کښې د نړۍ له خپلواکو هېوادونو سره له ملګرتيا هرکلے کوي.
فلاحت پېشه د ايران او جنوبي افريقې دوستانه تعلقاتو ته په اشارې سره وويل، د ايران او جنوبي افريقې ترمېنځ د ملګرتياو د سلو سندونو لاسليکېدل د دواړو هېوادونو ترمېنځ د دوستانه تعلقاتو ښودنه کوي.
په تهران کښې د جنوبي افريقې سفير ويکا خومالو هم وويل، جنوبي افريقا د دواړو هېوادونو له انقلابونو وروسته تل له ايران سره دوستانه تعلقات لرلي دي او هيڅکله به د خپل هېواد د خلقو له ازادي غوښتنې څخه د ايران د اسلامي جمهوريت ملاتړونه هير نه کړي.