د لویدیځې آسیا هیوادونو ترمینځ پراخې سلامشورې ضروري دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79505-د_لویدیځې_آسیا_هیوادونو_ترمینځ_پراخې_سلامشورې_ضروري_دي
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سیکتر د آسیا د لویدیځو هیوادونو ترمینځ نیغ په نیغه خبرې اترې او پراخې سلامشورې یو نه انکاریدونکی ضرورت دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 07, 2019 09:23 Asia/Kabul
  • د لویدیځې آسیا هیوادونو ترمینځ پراخې سلامشورې ضروري دي

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سیکتر د آسیا د لویدیځو هیوادونو ترمینځ نیغ په نیغه خبرې اترې او پراخې سلامشورې یو نه انکاریدونکی ضرورت دی.

علي شمخاني نن په تهران کښې د دفاع او د لویدیځې آسیا امنیت په نړیواله غونډه کښې وویل: دښمنان د سیمې د هیوادونو ترمینځ د نظر د دوامدارو تبادلو له امله رامینځته شویو تشو څخه ناوړه استفاده کوي او له مجازي فضا (انټرنیټ)، رسنیو، پروپاګنډو او نفسیاتي عملیاتو څخه په ناوړه استفادې سره د ډله ایز امنیت د بڼه نیونې او د سیمې د هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا د مخنیوي په لټه کښې دي.

شمخاني د بهرنیو وسلو د اخیستو او زیرمه کولو بندیدل د سیمې د هیوادونو ترمینځ د شخړې کمولو لپاره یو نه انکاریدونکی ضرورت وباله او څرګنده یې کړه: د سیمې په کچه ګډې ملګرتیا سره له ترهګرو ډلو سره د پریکنده او پراخې مقابلې دوام د لویدیځې آسیا په ترهګرۍ ځپلې سیمې کښې د امنیت تامینولو لپاره یوه ضروري سټراټیجي ده.

شمخاني د سیمې د هیوادونو د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او سایبري معاملاتو د کچې پراختیا د پرمختګ او پراختیا زمینه جوړونکې وبلله او زیاته یې کړه: که اقتصادي او کلتوري باورونه اصلاح شي نو د تکفیري عناصرو لخوا د ځوانانو له ستونزو ناوړه استفاده او یا د هغوي برین واشنګ به خامخه کمترین حد ته ورسیږي.