مقاومتي اقتصاد او صادرات د اسلامي ایران وړومبیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79524-مقاومتي_اقتصاد_او_صادرات_د_اسلامي_ایران_وړومبیتوب_دی
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې د بندیزونو د بې اثره کولو لپاره کورنی تولید، مقاومتي اقتصاد او صادرات د خپلو پروګرامونو په سر کښې ګرځولي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 08, 2019 04:25 Asia/Kabul
  • مقاومتي اقتصاد او صادرات د اسلامي ایران وړومبیتوب دی

د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې د بندیزونو د بې اثره کولو لپاره کورنی تولید، مقاومتي اقتصاد او صادرات د خپلو پروګرامونو په سر کښې ګرځولي دي.

علي لاریجاني پرون مازیګر د ایران د لویدیځ په کرمانشاه ولایت کښې د پانګونې د فرصتونو د معرفي کولو په غونډه کښې چې په تهران کښې ترسره شوه، وویل: د بندیزونو په دې روانو حالاتو کښې باید د کورنیو محصولاتو د تولید او د دې محصولاتو د صادرولو لاره له مخکښې نه زیاته هواره کړو.

هغه په دې خبرې سره کرمانشاه ولایت له عراق سره کابو څلور سوه کیلومیټره ګډه پوله لري، وویل: دا ولایت د تولید او صادارتو په دواړو برخو کښې ښه پراختیا لرلی شي.

لاریجاني زیاته کړه چې په دې وروستیو میاشتو کښې ایران له عراقي چارواکو سره ښه مذاکرات لرلي دي او هغوي هم ایراني تولیداتو ته ضرورت لري او دغه هیواد ته صادرات به د ایران او کرمانشاه ولایت لپاره یو مناسب فرصت وي.