دمقاومت لاره او زیار د سیمې دهیوادونو د ژغورنې لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79537-دمقاومت_لاره_او_زیار_د_سیمې_دهیوادونو_د_ژغورنې_لاره_ده
د ایران دملی دفاع لوړپوهنتون مشر همداراز دافغانستان په باب هم وئیلی دی،ایران تل دافغانستان دمسئلو اهتمام کړی،ددې په ترڅ کې چې دافغانستان د مشکلاتو د حل دمشکلاتو نښې نښانې لیدل کیږی او ایران هم ددغه هیواد دیوه ګاونډی هیواد په توګه هڅه کوی ، دغه مشکلات ختم کړی دی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jan 08, 2019 15:30 Asia/Kabul
  • دمقاومت لاره او زیار د سیمې دهیوادونو د ژغورنې لاره ده

د ایران دملی دفاع لوړپوهنتون مشر همداراز دافغانستان په باب هم وئیلی دی،ایران تل دافغانستان دمسئلو اهتمام کړی،ددې په ترڅ کې چې دافغانستان د مشکلاتو د حل دمشکلاتو نښې نښانې لیدل کیږی او ایران هم ددغه هیواد دیوه ګاونډی هیواد په توګه هڅه کوی ، دغه مشکلات ختم کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران  داسلامی جمهوریت د ملی دفاع  دعالی پوهنتون  مشر سردار تور جنرال  احمد وحیدی  بیګا د ایران  ددوهم ټیلیویژنی چینل په یوه پروګرام کې پخپلو څرګندونو کې په سورئې کې  دامریکایانو او د ترهه ګرو دملاتړو  نقشو او  اقداماتو ته په اشارې سره  زیاته کړې ده  امریکایان اوس  هم  له داعش سره  ارتباط لری او د هغوی مرکز   دامریکایانو له مرکز سره نزدې دی .

 دایران دملی دفاع دعالی پوهنتون  مشر  له سورئې د وتلو لپاره د امریکایانو  دفیصلې په باب هم وئیلی دی   په سورئې کې د امریکایانو وضعیّت ډیرخراب دی او دوی  په یوې لومې  او جبۍکې ګیر شوی دی ،دوی  په غلطو محاسبو سره  خیال کاوۀ  چې  پّ سورئې کې  د مرکزونو په درلودلو سره په  دغه ټاټوبی کې اغیز شیندونکی کیدلی شی ، حال دا چې   دوی هیڅ اغیزې نه لری .

سردار وحیدی  د خپلو  څرګندونو په یوې بلې برخې  کې   په یمن د  سعودیانو دحملې   دموخو اوڅرنګوالی په باب  هم وئیلی دی ، یمن وال د خپلواکۍ غوښتونکی دی  او نه غواړی  اړونده پاتې شی ، سعودیانو  په یمن کې  پرله پسې ماتې خوړلی دی ، پر دې اساس  دسولې له خبرواترو پرته بله چاره نه لری  او  د دغو خبرواترو نتیجه   هم  د مقاومت د چورلیز  دبریالیتوبونو دلړۍ یوه برخه ده .

د ایران دملی دفاع لوړپوهنتون مشر  همداراز دافغانستان  په باب  هم وئیلی دی ، ایران  تل  دافغانستان دمسئلو اهتمام کړی  ،ددې په ترڅ کې  چې  دافغانستان د مشکلاتو د حل  دمشکلاتو نښې نښانې  لیدل کیږی  او ایران هم  د دغه هیواد دیوه ګاونډی هیواد په توګه هڅه کوی ، دغه مشکلات ختم کړی دی .