دایران تورنول،ترهه ګروته دپناه ورکولو له مسئولیته اروپامبرا نه کوی
اروپائی اتحادیه چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې دساتلو لپاره دهڅې مدعی ده ، پرون مازدیګر ئې په ۲۰۱۶کال کې ددغې نړیوالې موافقې له جرائی کیدا وروسته د ایران په ضد دبندیزونو لومړنۍ مرحله اعمال کړې ده . دغه بندیزونه دهغو ادعاګانو په ا ساس لګول شوی ، چې ډنمارک دایران په ضد مطرح کړی دی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ ، داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د ایران په ضد اروپائی هیوادونو د وروستیو ادعاګانو اواقداماتو په غبرګون کې روښانه کړې ، د ایران په ضد دتورنو تپل ، ترهه ګرو ته په پناه ورکولو کې له خپل مسئولیّته داروپایانو دمبرا کیدا لامل نه کیږی .
جواد ظریف پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی ، دډنمارک ،هالینډ او فرانسې پشمول اروپایانو د منافقینو ترهه ګرې ډلګۍ وګړو ته چې څه دپاسه دولس زره ایرانیان ئې قتل کړی دی ، او دعراق دکردانو په ضد دصدام دیکتاتور په جنایتونو کې شریک دی ، اوهمداراز هغو نورو ترهه ګرو ډلوته ئې چې له اروپا د بې ګناه ایرانیو ښاریزو د وژلو لپاره پلانونې کوی ، پناه ورکړې ده .
اروپائی اتحادیه چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې دساتلو لپاره دهڅې مدعی ده ، پرون مازدیګر ئې په ۲۰۱۶کال کې ددغې نړیوالې موافقې له جرائی کیدا وروسته د ایران په ضد دبندیزونو لومړنۍ مرحله اعمال کړې ده . دغه بندیزونه دهغو ادعاګانو په ا ساس لګول شوی ، چې ډنمارک دایران په ضد مطرح کړی دی .
ډنمارک داکتوبر په دیرشمه نیټه له کوم مدرک وړاندې کولو پرته ،تهران پخپلې خاورې کې دیوې حملې په کولو کې په هڅې تورن کړی دی . اسلامی ایران دغه ادعا په کلکه دروغ بللې ده .
دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو څه موده مخکې په ډاګه وئیلی وو ، اسرائیل دایران په ضد د ډنمارک په دوسیې جوړولو کې نیغ په نیغه رول لوبولی دی .
اروپائی هیوادونو دمئ په اتمه نیټه له جامعې ایټمی موافقې دامریکا له وروسته ژمنه کړې ، دایران اقتصادی ګټو په تضمینولو سره دغه نړیوالې ایټمی موافقه ساتی . دغو هیوادونو دامریکا داقدام په وړاندې دخپلو سیاسی اولفظی دریدا سره سره ، تر دې دمه د دغې موافقې د ساتلو لپاره دورکړل شوو ژمنو په عملی اقداماتو کې هیڅ بریالیتوب نه دی درلودلی .
دایران اسلامی جمهوریت ، په سیمې کې دامریکا صهونیسټی چورلیز له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کې اساسی رول لری ، اوهیڅکله هم اجازت نه ورکوی د غه سپیرې دسیسې سیمه دترینګلتیاؤ په لور وکاږی .