دایران تورنول،ترهه ګروته دپناه ورکولو له مسئولیته اروپامبرا نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79548-دایران_تورنول_ترهه_ګروته_دپناه_ورکولو_له_مسئولیته_اروپامبرا_نه_کوی
اروپائی اتحادیه چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې دساتلو لپاره دهڅې مدعی ده ، پرون مازدیګر ئې په ۲۰۱۶کال کې ددغې نړیوالې موافقې له جرائی کیدا وروسته د ایران په ضد دبندیزونو لومړنۍ مرحله اعمال کړې ده . دغه بندیزونه دهغو ادعاګانو په ا ساس لګول شوی ، چې ډنمارک دایران په ضد مطرح کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2019 01:54 Asia/Kabul
  •   دایران تورنول،ترهه ګروته دپناه ورکولو له مسئولیته اروپامبرا نه کوی

اروپائی اتحادیه چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې دساتلو لپاره دهڅې مدعی ده ، پرون مازدیګر ئې په ۲۰۱۶کال کې ددغې نړیوالې موافقې له جرائی کیدا وروسته د ایران په ضد دبندیزونو لومړنۍ مرحله اعمال کړې ده . دغه بندیزونه دهغو ادعاګانو په ا ساس لګول شوی ، چې ډنمارک دایران په ضد مطرح کړی دی .

فارس خبری آژانس راپورورکړ ،  داسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا  د ایران  په ضد  اروپائی هیوادونو   د وروستیو ادعاګانو اواقداماتو په  غبرګون کې  روښانه کړې ،  د ایران په ضد   دتورنو تپل ،  ترهه ګرو ته  په پناه ورکولو کې  له خپل مسئولیّته  داروپایانو دمبرا کیدا لامل  نه کیږی .

 جواد ظریف  پخپل ټولنیز  چینل  کې  لیکلی دی ،  دډنمارک ،هالینډ او فرانسې پشمول اروپایانو د منافقینو ترهه ګرې ډلګۍ  وګړو ته چې  څه دپاسه دولس زره ایرانیان ئې  قتل کړی دی ، او دعراق دکردانو په ضد دصدام دیکتاتور  په جنایتونو کې  شریک دی ، اوهمداراز   هغو نورو ترهه ګرو ډلوته ئې  چې له اروپا  د  بې ګناه ایرانیو ښاریزو د  وژلو لپاره پلانونې کوی ، پناه ورکړې  ده .

 اروپائی اتحادیه    چې   دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  دساتلو لپاره  دهڅې مدعی ده ، پرون مازدیګر ئې   په ۲۰۱۶کال کې  ددغې نړیوالې موافقې  له جرائی کیدا وروسته د ایران په ضد دبندیزونو لومړنۍ مرحله اعمال کړې ده . دغه بندیزونه    دهغو ادعاګانو په ا ساس   لګول شوی ، چې  ډنمارک دایران په ضد مطرح کړی دی .

ډنمارک داکتوبر په دیرشمه نیټه  له کوم مدرک وړاندې کولو پرته ،تهران  پخپلې خاورې کې  دیوې حملې په کولو کې  په هڅې تورن کړی دی . اسلامی ایران  دغه  ادعا په کلکه دروغ بللې ده .

 دصهونیسټ رژیم  لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو څه موده مخکې  په ډاګه وئیلی وو ،   اسرائیل  دایران په ضد د ډنمارک   په دوسیې  جوړولو کې نیغ په نیغه رول لوبولی دی .

اروپائی هیوادونو  دمئ په اتمه نیټه  له جامعې ایټمی موافقې دامریکا  له وروسته  ژمنه کړې ،  دایران  اقتصادی ګټو په تضمینولو سره  دغه نړیوالې ایټمی موافقه ساتی . دغو هیوادونو  دامریکا داقدام په وړاندې   دخپلو سیاسی اولفظی دریدا سره سره ،  تر دې دمه   د  دغې موافقې د ساتلو لپاره  دورکړل  شوو ژمنو  په عملی اقداماتو کې هیڅ بریالیتوب نه دی درلودلی .  

 دایران اسلامی جمهوریت ، په سیمې کې  دامریکا صهونیسټی  چورلیز  له  اقداماتو او دسیسو سره  په مقابلې کې اساسی  رول لری ، اوهیڅکله هم اجازت نه ورکوی د غه سپیرې دسیسې  سیمه دترینګلتیاؤ په لور وکاږی .