امریکا باید زر له سوریې عسکر وباسی
-
امریکا اوس هم له داعش سره ارتباط لري او ددغه ډلې مرکز د امریکا د عسکرو مرکز ته نږدي پروت دی .
زمونږخبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون د هندوستان په پلازمینې نوی ډیلی کښې له سوریې د امریکا د عسکرو د وتلو د خبر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل
امریکا باید زر تر زره له عراق څخه ووځی ځکه چې دغه چاره به ددغه هیواد دخلکو لپاره ګټه ولری .
هغه وویل امریکا د هیڅ هیواد لپاره امنیت ټینګ نه دی کړی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیر میلاد کال وویل له سوریې به د واشنګټن عسکر ووځی .
دغه دریځ په سوریې کښې دامریکا دسیاست د ماتی نښه ده.
امریکا په تیرو اوو(۷) کلونو کښې په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره هر ډول مرستې کړی دی .
دایران د ملی دفاع د لوړ پوهنتون مشر احمد وحیدی هم په سوریې کښې دامریکا او د ترهګرو د ملاتړو هیوادونو د اقدام او نقشې ماتی ته په اشارې سره وویل امریکا اوس هم له داعش سره ارتباط لری او ددغه ډلې مرکز د امریکا د عسکرو مرکز ته نږدی پروت دی .