د ایران د دفاعی قدرت نندارې ته وړاندې کول :-
(last modified Sat, 12 Jan 2019 09:56:56 GMT )
Jan 12, 2019 14:26 Asia/Kabul
  • دایران پوځي او دفاعي قدرت دامنیت او ثبات له رامینځته کولو سره په مرسته کښې له مسولیت منلو سره یوځای دی .
    دایران پوځي او دفاعي قدرت دامنیت او ثبات له رامینځته کولو سره په مرسته کښې له مسولیت منلو سره یوځای دی .

د ایران دپوځ دهوایی ځواک د فدائیان حریم ولایت اوه نوی (۹۷)د هوایی قدرت اتمه(۸)پوځی مانوره دایران په مرکز اصفهان کښې ترسره شوه .

دغه دوه (۲) ورځنۍ پوځی مانوره د جنګ د حقیقی ډګر او په هیواد کښې له جوړو شویو وسلو په استفادې کولو سره ترسره شوه .

پرون ورځ د ماوریک(Maverick) د پرمختللیو توغندیو په ویشتل کیدا او دایران دجنګی الوتکو په الوت سره د پوځی مانور اخری او عملیاتی پړاو په بریالیتوب سره اجرا شو .

په دغه پوځی مانورې کښې دایران جوړو «صاعقه» او «ایف پینځه »ډوله الوتکو په سترو بمونو سره  دفرضی دښمن د الوتکو د الوت زغاست لارې ، د ریډار مرکزونه ،د توغندیو د ویشتلو ځایونه ، د سونګو  مرکزونه او دمهماتو انبارونه په بریالیتوب سره تباه کړل .

په ایران کښې جوړو راکټونو ، د نښې  دمینځ په ویشتونکو او هوشمندو بمونو سمبال ایف اوه (F-7) ډوله الوتکو په دغه پوځی مانورې کښې د لومړی ځل لپاره له نوښت څخه په ډکو تاکتیکونو سره د فرضی دښمن مهم هدفونه تباه کړل .

د امنیت د ساتلو ترټولو مهمه وارمخکې اړتیا ددښمن له ګواښونو سره د مقابلې لپاره  له دفاعی چمتووالی برخمنیدل دی .

دایران دفاع وزیر برید جنرال« امیر حاتمی» د تیرې اونۍ په یکشنبې ورځ دایران په جنوب کښې د فارس ولایت په مرکز شیراز کښې ټینګار وکړ دایران دفاعی قدرت باید شیبه په شیبه نوی او وڅارل شی  .

دایران دفاع وزیرز امیر حاتمی زیاته کړه که چیرې دښمنان یوه (۱) شیبه داسې احساس وکړی چې ایران په کمزوری حالت کښې ورغلی دی دپوځی حملې په چوکاټ کښې به دسپیڅلی دفاع د پړاو په شان خپله سپیره دسیسه دایران په اسلامی جمهوریت وروتپی .

له سیمې د وراخوا هیوادونو د ځواکونو لاسوهنه په  سیمه کښې د ثبات د له مینځه وړلو یو (۱) اصلی عامل دی .

ددغه عامل په څنګ کښې  د سیمې د ځینو حکومتونو پوځی اړوندوالی او په سیمه کښې د ګواښونو او د ناامنۍ په رامینځته کولو کښې دسیمې د ځینو حکومتونو بې خبرۍ او دوکه خوړل هم اغیزشیندونکی چاره ده .

په دا ډول حالت کښې د احتمالی ګواښونو په مقابل کښې بشپړه چمتووالی  په هر هیواد کښې د وسله والو ځواکونو د ضرورتونو برخه ده .

طبعا د ایران په باره کښې دغه مسله دسیمه ییزو او له سیمې د وراخوا ګواښونو لوړ حجم ته په پام سره له زیات ضرورت څخه برخوره ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت په نظام د سپیڅلی دفاع په وخت یرغل وشو .

د هغه وخت تجربې وښودله چې د ګواښونو د ختمولو او له تیریګرو سره د مقابلې لپاره دود پوځی ظرفیتونه زیات شی او هوایی ځواک په دې لړ کښې بریالی عمل کړی دی .

دامریکا هوډسن انسټی ټیوټ (Hudson Institute)ایران دنړۍ د اتم (۸) نوی ستر رامینځته شوی قدرت په توګه معرفی کړی دی .

دایران اسلامی جمهوریت خپل دفاعی قدرت کوم هیواد ته دګواښ کولو یا تیری لپاره نه کاروی خو هغه وخت چې له ګواښ سره مخ شی او معلومه شی ناامنیانې دایران امنیت ته متوجې دی او په سیمه کښې د ثبات له مینځه وړونکی دی ددغو ناامنینو په ختمولو کښې به هیڅ شک ونکړی .

ایران دسیمه ییز رول په لوبولو کښې ښودلی ده چې له خپل پوځی قدرت څخه د سیمې د امنیت او دثبات په لړ کښې استفاده کوی او هرځاې چې ضرورت وو له سرزورۍ او له ترهګرۍ سره په مقابلې کولو او د ګواښونو په  ختمولو کښې  یې مرسته کړی ده .

په سوریې له داعش ترهګرې ډلې او نورو ټروریسټی ډلو سره د مقابلې لپاره دایران بې ساری بریالیتوبونه او له ترهګرو سره د مقابلې لپاره  له عراق سره د ایران د پوځی سلاکانو په سویې مرستې وښودله چې دایران پوځی او دفاعی قدرت دامنیت او ثبات له رامینځته کولو سره په مرسته کښې له مسولیت منلو سره یوځای دی .