د ايران خارجه وزير نن عراق ته ځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79640-د_ايران_خارجه_وزير_نن_عراق_ته_ځي
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، محمد جواد ظريف نن د يو لوړ رتبه سياسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ عراق ته ځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2019 02:49 Asia/Kabul
  • د ايران خارجه وزير نن عراق ته ځي

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، محمد جواد ظريف نن د يو لوړ رتبه سياسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ عراق ته ځي.

د خارجه وزارت د رسانه اي ډېپلومېستۍ د عمومې ادارې د رپوټ له مخې بهرام قاسمي وويل، د ايران د حکومتي او خصوصي لسګونو شرکتونو لوړ رتبه مديران د عراق په سفر کښې له ظريف سره ملګرتيا کوي.

هغه زياته کړه، له عراقي چارواکو سره کتنه او د کربلا او سلېمانيه په شمول د عراق په څو ښارونو کښې د دغه هېواد او ايران په ګډو تجارتي غونډو کښې ګډون عراق ته په سفر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير ځينې پروګرامونه دي.