جواد ظریف او عادل عبدالمهدی د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
د اسلامی ایران خارجه وزیر هم په دغه کتنه کې عراق ته له سفره د خوشحالۍ په څرګندولو سره د ایران او سیمې د مسلو په اړه د دغه هیواد د حکومت د مثبتو دریځونو قدرونه وکړه .
د ایرنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی په بغداد کې له یوه بل سره په کتنه کې د وروستیو دوه اړخیزو اړیکو ، د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادی ملګرتیا د زمینو او سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه خبرط اترې وکړې .
عادل عبدالمهدی په دغه کتنه کې د ایران او عراق ترمینځ تاریخی او کلتوری مشترکاتو ته په اشارې سره خپلو مینځو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چی هیواد یې د اسلامی ایران په شمول له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراختیا پسې دی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر هم په دغه کتنه کې عراق ته له سفره د خوشحالۍ په څرګندولو سره د ایران او سیمې د مسلو په اړه د دغه هیواد د حکومت د مثبتو دریځونو قدرونه وکړه .
ښاغلی ظریف په عراق کې د ډیموکراسۍ او سیاسی نظام د پیاوړتیا او ورپیښ پړاو کې د عراق له حکومت او ملته د اسلامی ایران د ملاتړونو په دوام ټینګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر پرون مازیګر له خپل عراقی هم څنګ محمد علی حکیم سره هم کتنه او دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې اترې کړی وې .