امریکاد ایران دملت او کردانو ترمینځ درز نشی رامینځةکولی
دایران خارجه وزیر همدرااز دایران اوعراق داړیکو زرګونو کلنې مخینې ته په اشارې سره روښانه کړې ، د دواړوهیوادونو ترمینځ په ژورو پیوندونو سره به یو قدرت هم ونه توانیږی ، د دوی ترمینځ واټن راولی .
ایرناخبری اژانس را پورورکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمدجواد ظریف دایران او د عراق اوسورئې دکردانو داړیکو په باب دامریکا دولسمشر دلاسوهنو په غبرګون کې په ډاګه کړې ، دایران ملت او کرُدان له زرګونو کلونو راهسې دیوه بل ترڅنګ ژوندکوی او دغه ژوند به هماغه راز دوام وکړی .
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په همدا وروستیو کې د دغه هیواد کابینې په غونډې کې مدعی شوی دسورئې کردان په ایران تیل خرڅوی .
دایران خارجه وزیر دعراق په شمال کې اربیل ولایت ته سفر کړی او د دغې سیمې له کرد مشرانو سره ئې لیده کاته هم کړی دی . هغه دغه راز په دغه سفر کې پخپلو څرګندونو کې روښانه کړې ، ایران تل له بغداد او دعراق دکردستان سیمې سره په بیلابیلو سیاسی او اقتصادی زمینو کې ښې اړیکې درلودلی دی .
جواد ظریف همداراز دعراق دملی حاکمیّت او ملی وحدت دساتنې په اهمیّت په ټینګار سره وئیلی دی ، دیوه متحده حکومت په جوړیدا سره له یوې خوا د بغداد او اربیل ترمینځ او له بل پلوه د عراق د کردستان او تهران ترمینځ دلازیاتې ملګرتیا لپاره لاره هواریږی .
دایران خارجه وزیر همدرااز دایران اوعراق داړیکو زرګونو کلنې مخینې ته په اشارې سره روښانه کړې ، د دواړوهیوادونو ترمینځ په ژورو پیوندونو سره به یو قدرت هم ونه توانیږی ، د دوی ترمینځ واټن راولی .