د ایران او اروپايي هیوادونو ترمینځ د لاجدي مذاکراتو ضرورت
د راتلونکو اړیکو د څیړنې لپاره باید د ایران او اروپايي هیوادونو ترمینځ لاجدي خبرې اترې وشي.
د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا مشر سید کمال خرازي پرون په تهران کښې د نړیوالو شخړو د هواري په چارو کښې د فعال، د ناروی د فکري مرکز د پلاوي په کتنه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره، د اروپا په وړاندې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سیاستونه خطرناک وبلل.
خرازي په دې خبرې سره چې له ایټمي موافقې د ایران وتل او د سیمې او اروپا پر امنیت به یې پایلې د اروپایي حکومتونو په ګټه نه وي، څرګنده کړه: تهران هیله درلوده چې اروپايي اتحادیه له ایټمي موافقې له وتنې وروسته د دغې موافقې د یو لوري په توګه یو عملي اقدام وکړي خو هغوي د واشنګټن تر دباؤ لاندې تراوسه هیڅ نه دي کړي او دې، پر ایرانیانو چې پر خپلو ژمنو ولاړ دي، بده اغیزه کړې ده. داسې ښکاري چې اروپايي اتحادیه په دې لړ کښې جوته پریکړه نه شي کولی. اروپا له یوې خوا هڅه کوي چې د یو سیمه ایز لوبغاړي په توګه خپل رول ولوبوي خو له بلې خوا د خپل بهرني سیاست د بنیاد په توګه له امریکې سره د اړیکو ساتلو ته مجبوره ده.
د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجۍ شورا له مشر سره په کتنه کښې د ناروی د فکري مرکز د مدیر هینرک ټون څرګندونې په یو ډول همدا خبره تاییدوي. هغه پر اروپايي شرکتونو د امریکې درنو دباؤنو ته په اشارې سره وویل: د اروپايي هیوادونو کورنیو ستونزو د اروپايي حکومتونو پر سیاستونو او د سمو سیاستونو په غوره کولو منفي اغیزه کړې ده.
البته د ایټمي موافقې په وړاندې د اروپا په فیصلې کولو کښې ځنډ داسې نه شو جاجولی. ځکه کله چې د یو لوري لخوا د یوې موافقې خلاف ورزي وشي، نړیواله ټولنه باید ورسره مناسب چلند وکړي. له ایټمي موافقې په یواړخیزه توګه د امریکې وتل د ټولو نړیوالو ارزښتونو او د امنیت شورا د پریکړه لیک خلاف ورزي ده. په دې یواړخیز اقدام سره د اروپايي اتحادیې نړیوال رول له چیلنج سره مخ شوی دی ځکه چې دغې اتحادیې د ایټمي موافقې په ترلاسه کولو کښې یو مهم رول لوبولی دی.
لوبلاګ پوهن کور په دې لړ کښې په یوه شننه کښې د ایټمي موافقې د خرابیدو د پایلو په هکله اروپايي اتحادیې ته د خبرداري په ترڅ کښې لیکلي: نن سبا اروپا د ایران او ایټمي موافقې موضوع په خپل بهرني سیاست او امنیت کښې د ګډون لپاره یو ماډل ګڼي. اروپا دې موافقې ته د رسیدو لپاره هڅه وکړه چې د یو نړیوال لوبغاړي په توګه خپل موقعیت له مخکښې نه زیات پياوړی کړي. د ایران ایټمي موافقې اروپایانو ته وښودله چې د امریکې په وړاندې د تسلیمیدو په بڼه کښې به یې خپلواکي ختمه شي.
اروپايي اتحادیه مدعي ده چې د امریکې د بندیزونو په وړاندې د هغو ټولو اروپايي بینکونو او شرکتونو ساتنه وکړي چې له ایران سره ملګرتیا کوي. خو بیا هم د تمې وړ نتیجه نه ده ترلاسه شوې.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*