دامریکابندیزونو ته په علمی ډګرونو کې داسلامی ایران کوټلی ځواب(بشپړریډیوئي تحلیل)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79773-دامریکابندیزونو_ته_په_علمی_ډګرونو_کې_داسلامی_ایران_کوټلی_ځواب(بشپړریډیوئي_تحلیل)
د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو څلویښتو کلونو کې د علم او ټیکنالوجۍ پشمول تقریبا په ټولو زمینوکې دامریکا او اروپا له ظالمانه بندیزونو اودباؤنو سره مخامخ دی ، خو له بندیزونو سره سره ،د ماډرن ټیکنالوجۍ اوعلم او پوهې په ځای کونې او علمی زمینو کې ډیر زیات پرمختګونه کړی دی .احصائې اوعلمی مستندات ښئ، دم ګړۍ ایران د علم د تولید په یو اعشاریه درې نوی فی صدی ونډې سره داسلامی نړۍ په هیوادونو کې لومړنۍ روتبه ځان ته بیّله کړې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 19, 2019 12:07 Asia/Kabul
  • دامریکابندیزونو ته په علمی ډګرونو کې  داسلامی ایران کوټلی ځواب(بشپړریډیوئي تحلیل)

د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو څلویښتو کلونو کې د علم او ټیکنالوجۍ پشمول تقریبا په ټولو زمینوکې دامریکا او اروپا له ظالمانه بندیزونو اودباؤنو سره مخامخ دی ، خو له بندیزونو سره سره ،د ماډرن ټیکنالوجۍ اوعلم او پوهې په ځای کونې او علمی زمینو کې ډیر زیات پرمختګونه کړی دی .احصائې اوعلمی مستندات ښئ، دم ګړۍ ایران د علم د تولید په یو اعشاریه درې نوی فی صدی ونډې سره داسلامی نړۍ په هیوادونو کې لومړنۍ روتبه ځان ته بیّله کړې ده .

په  داسې حال کې چې امریکا او دلویدیځ تبلیغاتی رسندوئې په دوامدار ډول  دلویدیځی بندیزونو د منفی اغیزو او ویجاړونکو  اړخونو  خبرې  کوی ،  په بیلابیلو ډګرونو په تیره بیاپه علمی ډګرونو کې د ایران داسلامی جمهوریت  ورځ تر بلې د پرمختګ او مخ په وړاندې حرکت،دایران ،او د امریکا دبندیزونو یو بل انځور نندارې ته وړاندې کړی دی .

 د ایران اسلامی جمهوریت  په تیرو څلویښتو کلونو کې  د علم او ټیکنالوجۍ پشمول  تقریبا په ټولو زمینوکې  دامریکا او اروپا  له ظالمانه بندیزونو اودباؤنو سره  مخامخ دی ، خو  له بندیزونو سره سره ،د ماډرن ټیکنالوجۍ  اوعلم  او پوهې  په ځای کونې او علمی زمینو کې ډیر زیات  پرمختګونه کړی دی .احصائې اوعلمی مستندات ښئ، دم ګړۍ  ایران د علم د تولید په یو اعشاریه درې نوی فی صدی  ونډې سره  داسلامی نړۍ په هیوادونو کې لومړنۍ روتبه  ځان ته بیّله  کړې ده .

 داسلامی نړۍ د علومو داستنادی  مرکز(آئی ایس سی) سرپرست  محمد جواد دهقانی  وائی ،  دهغو ترټولو وروستیو ارزونو په اساس چې  په نړیواله سویه ترسره شوی ، ایران  داسلامی انقلاب  له بری  دمخکې وخت  په نسبت ،  دعملی تولیداتو د ونډې له نظره،  په  نولس برابره ونډې سره  دنړۍ په سویه  شپاړسم  مقام  خپل کړی دی .

دغه ستره بریا د ستاینې وړ ده ، په داسې شرائطو کې  چې امریکا او دهغې متحدانو دبندیزاثارو او پر ایران ددباؤ  اوداقتصادی بحران  رامینځةکیدا ته هیله مند دی،اپوټه نتیجه ئې درلودلې اوایران داسلامی جمهوریت پرمختګونه،دهمدغو محدودیّتونو  نتیجه  ده .ایران اوس  په بیلابیلو زمینو کې دسیمې اونړۍ په سویه  له مناسب ځائیګی برخمن دی .

 دمثابل په توګه،ایران  دنانو علم  په برخې کې ، دنړۍ د لسو برلاسه  هیوادونو برخه،په ژنټیک علم کې دسیمې په لومړۍ لمبر او د نړۍ شپاړسم لمبر او  د هوافضا دعلومو په ډګر کې دسیمې لومړی لمبر او د نړۍ پنځلسم لمبر کې  ځای لری .

   پروفیسر فرانچسکو فرډریکو ناکارلا،په همدا وروستیوکې(یعنی په تیر نومبر کې)په مشهدکې د رضوی روغتون د زړۀ  دنړیوالې کنګرې دترسره کیدا په څنډې کې  له خبریالانو سره په خبرو کې وئیلی دی،اروپائی هیوادونه ډیره ګروهنه لری،په طبی زمینې کې له ایران سره  ارتباط ولرل شی  او دا موضوع ښئ چې بندیزونه  ددغه هیواد دعلمی پرمختګ خنډ نشی کیدلی . 

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دتیر کال  په نومبر میاشت کې یعنی د لړم دمیاشتې په دیارلسمه نیټه ؛ له استکبار سره دمبارزې ملی ورځ: په مناسبت  د لسګونو زره محصیلینو او زده کونکو په ټول کې  په وروستیو  څلویښتو کلونو کې  د دسیسو  اصلی موخې په پوره کیدا یعنی  په ایران کې د پاچائی استبدادی رژیم  د سلطې پړاؤ ته  په بیرته ستنیدا کې دسترې شیطانې ناکامیوته په اشارې سره ټینګار کړی؛ د امریکا ځوړتیا،دنړۍ د باؤری نظر خاوندانو په اجماع  وړ  واقعیّت باندې بدله شوې،خو ددغه چیلنج په بل پلوۀ،دایران ملت،دخپلو ځوانو متخصصانو په انګیزې،روحیې،زیار او هڅوسره،لا ځلانده او لاغوره راتلونکی په وړاندې لری :::::