د ایران د سائنسي حرکت چټکیا دې هیڅکله هم ونه درول شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79865-د_ایران_د_سائنسي_حرکت_چټکیا_دې_هیڅکله_هم_ونه_درول_شي
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د ایران د علومو اوټیکنالوجۍ د چارو د وزیر ، څيړاندو ، مسئولانو او د اړونده پوهنتونونو د مشرانو او استاذانو په کتنه کښې روښانه کړې ، هر هغه ملت چې له ماډرنو پوهو او علمونو او له هغو سره داړونده ټيکنالوجیو څخه وروسته پاتې شي ، نو دقدرتونو له خوا به د استعمار ،زبیښاک ، ذلیل کیدا او وروسته پاتيوالي پرته بل هیڅ برخلیک ونه لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2019 13:49 Asia/Kabul
  • د ایران  د سائنسي حرکت چټکیا دې  هیڅکله هم ونه درول شي

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د ایران د علومو اوټیکنالوجۍ د چارو د وزیر ، څيړاندو ، مسئولانو او د اړونده پوهنتونونو د مشرانو او استاذانو په کتنه کښې روښانه کړې ، هر هغه ملت چې له ماډرنو پوهو او علمونو او له هغو سره داړونده ټيکنالوجیو څخه وروسته پاتې شي ، نو دقدرتونو له خوا به د استعمار ،زبیښاک ، ذلیل کیدا او وروسته پاتيوالي پرته بل هیڅ برخلیک ونه لري .

د اسلامی انقلاب  معظم لارښود   په وروستیو شلو کلونو کې  دایران  علمي حرکت ښه وبالۀ او وې فرمائيل ؛ د دغه علمي حرکت چټکتیا باید سسته نه شي ،بلکې دغه  چټکتیا باید   تر راتلونکو له شلو تر دیرشو کلونو پورې  وساتل   او پیاوړي شي  څو خپل اوج ته ورسیږو . 

 حضرت آیت ا... العظمی  سید علی خامنه اي   په ځينو هغو  هیوادونو کې  تاریخي مثالونو ته په اشارې سره چې  په ډيرو سختو شرائطو کې ئې  دسترو علمي بنیادونو ډبره کیښودلې ، زیاته کړې ،   دمونږ اوسني شرائط له هغو هیوادونو لاسخت او څپانده نه دي ،  پر  دې اساس ،  دعلم پیاوړي بنیادونه  او ستنې  جوړولی شو. 

 دوي همداراز ددې خبرې په  کولو سره چې  تل باید  دلویدیځوالو  سپارښتنې  ته په شکمن نظر سره وکتل شي   ،  ووئیل ، هغه لویدیځي  هیوادونه  چې نن سبا   دعلومو  په زمینې کې  ئې لازیات پرمختکونه  کړي ، خو د تاریخ په اوږدو کې  ئې د ملتونو په ضد هم لازیات جنایتونه  کړي دي .