دایران ملت داسلامی انقلاب د موخو ترپوره کیداپورې بشبړمقاومت کوی
دایران دقضایه قوې مشر روښانه کړې ، په خلکو کې نهیلیتوب رامینځةکول او نفسیاتی او روحی دباؤنو زیاتول ، د ا یران په ضد په نفسیاتی جنګ کې د دښمن یو خورا مهم آوزار دی ، په همدې اساس مسئولان ډیر ستر مسئولیّت په غاړه لری او باید نړۍ ته یو ځل بیا وښئ چې استعمار اوستکبار ته به هیڅ په لاس ورنشی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، دایران د اسلامی جمهوریت دقضایه قوې مشر آیت ا... صادق آملی لاریجانی پرون د درست هیواد د څارنوالانو او لوړپوړو قاضیانو په ټول کې وئیلی دی ،اسلامی ایران په ټول اقتدار اوقدرت سره په ډګر کې دریدلی دی ، په پوځی اړخ کې ، دامریکا او په سیمې کې د هغې دمتحدانو په وړاندې خنډشوی او دا وضعیّت چې نن سبا د سورئې د ولسمشر بشار اسد دڅنګة کولو په ځای په سورئې کې د خپلو سفارتونو دپرانیستو خبرې کوی ، دایران له خوا دمقاومت له چورلیز پرته نه ترلاسه کید.
آیت ا... آملی لاریجانی په عین حال کې ټینګار کړی ، په سیمې کې دامریکایانو ماته د هغو دلازیاتې هوښیارۍ لامل شوې ده او اوس چې په بیلابیلو ډګرونو کې دایران علمی ،پوځی ، اوټیکنالوجیکی اقتدار رابرسیره شوی ، دښمن پخپلې دښمنۍ کې له سپین سترګی شوی او پوه شوی دی چې په ظاهری وسلو سره د ایران په مقابل کې نشی دریدلی ، په همدې اساس ئې نرم جنګ او د هیواد داقتصاد د خرابولو لپاره هڅې ته مخه کړې ده .