اصفهان کښې د ایران د ځمکني پوځ اقتدارِ ۹۷ مانوره پیل شوه
Jan 25, 2019 11:13 Asia/Kabul
د ایران د پوځ د ځمکني ځواکو د اقتدار ۹۷ په نومه ستره مانوره د دغه ځواک د مختلفو یونټونو په ګډون د اصفهان ولایت په نصر آباد عمومي سیمه کښې پيل شوه.
د ایران د پوځ د ځمکني ځواکو د اقتدار ۹۷ په نومه ستره مانوره د دغه ځواک د مختلفو یونټونو په ګډون د اصفهان ولایت په نصر آباد عمومي سیمه کښې پيل شوه.
دا مانوره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکني ځواک د جوړښت د نوي بدلون د څیړنې په موخه ترسره کیږي، په څه باندې ۱۲ زرو یرغلیزو ځواکونو سره نوي تاکتیکونه اجرا کوي.
د قدرت ښودنه او د تحرک توان او د ځواکونو چټکه ځاې پر ځاې کیدنه او همداشان د هوايي ځواک د هیلي کوپټرو ملاتړ د دې مانورې په ټولو پړاونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکني ځواک د ۹۷ کال د اقتدار د سترې مانورې مهمې ځانګړنې دي.
ټیګونه