داسلامی ایران په دفاعی حوزې کې لرواټنه توغندیو امریکالالهانده کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79991-داسلامی_ایران_په_دفاعی_حوزې_کې_لرواټنه_توغندیو_امریکالالهانده_کړې
دایران دفاع وزیر ددې خبرې په کولو سره چې دایران په صنعتی ادارو کې مهم فعالیتونه روان دی ، ټینګار کړی ، په دوه زره کلومیټر لګیدونکی یو توغندی آزمویل شوی دی چې ډیر زر به ئې نور توضیحات هم وړاندې شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 30, 2019 02:02 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران په دفاعی حوزې کې لرواټنه توغندیو امریکالالهانده کړې

دایران دفاع وزیر ددې خبرې په کولو سره چې دایران په صنعتی ادارو کې مهم فعالیتونه روان دی ، ټینګار کړی ، په دوه زره کلومیټر لګیدونکی یو توغندی آزمویل شوی دی چې ډیر زر به ئې نور توضیحات هم وړاندې شی .

 مهر خبری آژانس راپورورکړ  داسلامی ایران  دفاع وزیر سردارامیر حاتمی  پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، سمه ده چې  دښمنانو په بیلابیلو سیاسی اواقتصادی  زمینو کې  دایران لپاره  یو لړ مشکلات رامینځة کړی دی ، خو  له نیکه مرغه  په د فاعی حوزې کې هیڅ ډول مشکل نه لرو او په قدرت سره  دخپلو پروګرامونو په تعقیبونې لګیا یوو .

 دایران دفاع وزیر  ددې خبرې په کولو سره چې   دایران په صنعتی ادارو کې مهم فعالیتونه  روان دی ، ټینګار کړی ، په دوه زره  کلومیټر لګیدونکی  یو توغندی  آزمویل شوی  دی چې  ډیر زر به ئې نور توضیحات هم وړاندې شی .  سردار امیر حاتمی روښانه کړې ده ،  د توغندیو په جوړونې  کې دقت ،تل  د  ایران ددفاع وزارت یو  مهم لومړیتوب دی  او همدااوس هم  درست توغندی  حتی دایران  لرواټنه توغندی  هم  په  دقیق ډول پلان  او  آزمویل شوی دی  او همدغې  چارې  دامریکا چغې پورته کړی دی او دغه  استعماری قدرت ئې لالهانده کړی دی .