ایران او سلواکیا د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا ټینګار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80001-ایران_او_سلواکیا_د_دوه_اړخیزې_ملګرتیا_په_پراختیا_ټینګار_کړ
د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال او د سلواکیا د خارجه وزیر د مرستیالانو او د دغه هیواد د اقتصاد د وزیر په ملاقات کښې دواړو لورو په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2019 08:17 Asia/Kabul
  • ایران او سلواکیا د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا ټینګار کړ

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال او د سلواکیا د خارجه وزیر د مرستیالانو او د دغه هیواد د اقتصاد د وزیر په ملاقات کښې دواړو لورو په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا تاکید وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي په براتیسلاوا کښې د سلواکیا د اقتصاد د وزیر او همداشان د دغه هیواد د خارجه وزیر د مرستیالانو په کتنه کښې د دوه اړخیزو اړیکو په تیره بیا د اقتصادي او سیاسي ملګرتیا د پياوړتیا او همداشان د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

هغوي همداشان د اقتصادي ملګرتیاؤ د اسانتیا لپاره د ایس، پي، وي په نامه د ایران او اروپا ترمینځ د مالي لارې چارې د زرترزره برابریدو په هیلې سره د دوه اړخیزې ملګرتیا د پراختیا په ملاتړ ټينګار وکړ.