اسلامی ایران دافغانستان د سولې دبهیر ملاتړ کوی
-
افغانستان کښې پوځي کړچار نه دی توانیدلی ددغه هیواد لپاره سوله او امنیت رامینځته کړي .
ایرنا خبری اژانس وایی دافغانستان په اړه د تماس د نړیوالې ډلې په غونډې کښې د ایران استازی« رسول اسلامی» ډاګینه کړه دایران اسلامی جمهوریت د کابل د حکومت په لارښونې سره په افغانستان کښې د سولې د بهیر ملاتړ کوی .
رسول اسلامی په دغه غونډې کښې چې د بریتانیا دبهرنیو چارو د وزارت په ودانۍ کښې وشوه دسولې په هڅو کښې د افغانستان د حکومت د رول چورلیزتوب ته په اشارې سره د بیلابیلو سیاسی ډلو او د حکومت د ګډون او په دغه بهیر کښې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د اغیز شیندونکی رول پرضرورت ټینګار وشو .
دافغانستان په اړه د تماس د نړیوالې ډلې په غونډې کښې دایران استازی رسول اسلامی په دې خبرې ټینګار سره چې په افغانستان کښې پوځی کړچار نه دی توانیدلی ددغه هیواد لپاره سوله او امنیت رامینځته کړی ډاګینه کړه له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره د مهال ویش اعلانول به په دغه هیواد کښې د سولې د خبرو اترو د پیلیدا د زمینې د برابرولو لپاره عاقلانه ګام وی .
رسول اسلامی دغه راز په ټاکلی موده دافغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کیدا پرضرورت ټینګار وکړ .