له ایران پرته په مینځنی ختیځ کښې قدرت معنا نلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80081-له_ایران_پرته_په_مینځنی_ختیځ_کښې_قدرت_معنا_نلری
ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت دپوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوی نن په یوه (۱) پیغام کښې د سباوون د لسیزې په مبارکۍ سره وویل
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 02, 2019 15:45 Asia/Kabul
  • دایران پوځ د دښمنانو د  هر ډول زیات غوښتنې په وړاندې دفاع ته چمتو دی .
    دایران پوځ د دښمنانو د هر ډول زیات غوښتنې په وړاندې دفاع ته چمتو دی .

ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت دپوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوی نن په یوه (۱) پیغام کښې د سباوون د لسیزې په مبارکۍ سره وویل

 د لویدیځې اسیا په حساسې او ستراتیژیکې سیمه کښې دقدرت هندسه د ایران له نظر او شتون پرته هیڅ معنا نلری .

هغه وویل دایران اسلامی انقلاب د  دښمانانو له دسیسو او کړکیچونو جوړولو سره سره له بل هر وخت څخه زیات په پرتمین ډول د خپلو تمدن جوړونکو او لوړو ایډیالونو په لور حرکت او د تکامل بهیر ته دوام ورکوی .

دایران داسلامی جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوی وویل د ایران اسلامی انقلاب د نړیوال صهیونیزم  او د استکبار دنظام په وړاندې د ویښتیا ، د ازادۍ غوښتنې ، د عدالت محوره ، له سلطې سره د مبارزې او حق غوښتنې نظریه رامینځته کړه او له دې لارې یې ډیر نړیوال بریالیتوبونه ترلاسه کړل .

هغه ټینګار وکړ دایران پوځ د دښمنانو د  هر ډول زیات غوښتنې په وړاندې دفاع ته چمتو دی .