په ایټمي پروژو کښې له اروپا سره د ایران ملګرتیاوې دوام لري
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر وویل: په ایټمي پروژو کښې له اروپا سره د ایران ملګرتیاوې په ښه توګه پر مخ ځي.
علي اکبر صالحي پرون په تهران کښې د ایټمي بریاؤ د ملي نندارتون د کتنې ترڅنګ خبریالانو ته وویل: اروپا په ایران کښې د لویدیځې آسیا د ترټولو غوره خوندي ایټمي مرکز د جوړولو لپاره د ۲۰ میلیون یورو ژمنه کړې ده.
صالحي په دې خبرې سره چې ایران په روانو حالاتو کښې تحقیقاتي ري ایکټرونه پلانولی شي، وویل: که ګاونډي هیوادونه د (سپکو اوبو) تحقیقاتي ري ایکټرونو ته علاقه او مینه ولري نو له ایران سره ملګرتیا کولی شي.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران ایټمي صنعت نه دی دریدلی، زیاته کړه: په فني اړخ کښې له اروپا سره ملګرتیا ښه پر مخ روانه ده او حتی په ایران کښې ځینې پروژې اروپا ترسره کوي.
علي اکبر صالحي په دې خبرې سره چې ایران او اروپا په سیاسي او حقوقي برخه کښې د نظر ځینې اختلافات لري، څرګنده کړه: اروپایان خپلې تمې لري او ایران هم خپلې نظریې لري خو دواړه لوري په سیاسي مدار کښې روان دي.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر همداشان د (اینسټیکس INSTEX) په نامه د اروپا د مالي لارې چارې په هکله وویل: اروپایانو په اقتصادي برخه کښې یو هیله منونکی ګام پورته کړی دی.