ترهه ګر به خپلو سپیروهدفونو ته ونه رسی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80120-ترهه_ګر_به_خپلو_سپیروهدفونو_ته_ونه_رسی
ده زیاته کړه ترهه ګر به هیڅکله خپلو سپیرو هدفونو ته ونه رسی او دغه ډول غمیزې به د پاتې جنایتکارانو د بشپړه جرړه ویستلو لپاره د دواړو ملتونو هوډ نور هم کلک کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2019 12:51 Asia/Kabul
  • ترهه ګر به خپلو سپیروهدفونو ته ونه رسی

ده زیاته کړه ترهه ګر به هیڅکله خپلو سپیرو هدفونو ته ونه رسی او دغه ډول غمیزې به د پاتې جنایتکارانو د بشپړه جرړه ویستلو لپاره د دواړو ملتونو هوډ نور هم کلک کړی

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی  د عراق په بلد ښار کی د ایرانی زایرینو په بس له ترهه ګرې حملې د خواشینۍ په څرګندولو سره چی د یوشمیر ایرانیانو د شهادت او ژوبلیدا سبب شوه ، دغه غیر انسانی اقدام وغنده .

قاسمی نن د نوموړی پیښې په اړه په بغداد کې د ایران د سفارت او خارجه وزارت د تعقیبونو په اعلانولو سره وویل په عراق کی ماته خوړلی او رد کړې شوی ترهه ګرې ډلې هماغه راز د خپل شتون توهم په سر کې پالی او په دغه ډول غیر انسانی جنایتونو سره په خپل ګومان د ایران او عراق د ملتونو ترمینځ وحدت ته په ګوزار ورکولو پسې دی .

ده زیاته کړه ترهه ګر به هیڅکله خپلو سپیرو هدفونو ته ونه رسی او دغه ډول غمیزې به د پاتې جنایتکارانو د بشپړه جرړه ویستلو لپاره د دواړو ملتونو هوډ نور هم  کلک کړی . بیګا د عراق په صلاح الدین ولایت کی د ایرانی زایرینو په یوه کاروان په ترهه ګره حمله کی یو کس شهید او نهه نور هم ژوبل شول .