د FATF موضوع په اروپايي چارواکو پورې هیڅ اړه نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80124-د_fatf_موضوع_په_اروپايي_چارواکو_پورې_هیڅ_اړه_نه_لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې خبرې سره چې د FATF موضوع د اروپا په چارواکو پورې هیڅ تړاؤ نه لري، وویل: ایران داسې هیواد نه دی چې هر شرط ومني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2019 02:18 Asia/Kabul
  • د FATF موضوع په اروپايي چارواکو پورې هیڅ اړه نه لري

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې خبرې سره چې د FATF موضوع د اروپا په چارواکو پورې هیڅ تړاؤ نه لري، وویل: ایران داسې هیواد نه دی چې هر شرط ومني.

بهرام قاسمي پرون په یوه مرکه کښې د اروپايي چارواکو د دې څرګندونو په هکله چې ایران د اینسټکس د ښې اجرا لپاره باید په FATF کښې شامل شي، زیاته کړه: هیڅوک د ایران لپاره شرطونه نه شي ټاکلې.

قاسمي د ایران او اروپا ترمینځ د مالي لارې چارې د اجرا په ځنډیدو باندې په نیوکې سره څرګنده کړه: اروپا چې له ایټمي موافقې د امریکې له وتنې وروسته یې ژمنه وکړه چې له دې کاره د ایران تاوان به جبیره کړي، باید خپله ژمنه پوره کړي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې خبرې سره چې اروپايي اتحادیې لا اصلي او اساسي ګامونه نه دي پورته کړي، ټینګار وکړ چې اینسټکس لا خپل کار نه دی پیل کړی.