د ايران په وړاندې د اروپائي اتحاديې متناقض دريځونه
اروپائي اتحاديې او اروپائي ټروئيکا د څلور جمع يو ډلې د غړيو په توګه د برجام له اېټمي موافقې ملاتړ کړے او له دغې مهمې موافقې څخه د امريکې په وتلو يې نيوکې کړې دي. په عين حال کښې اروپايانو د ايران په خلاف د امريکې د پراخو بنديزونو د منفي اثراتو د کمولو په حقله يو لړ اقدامات کړي دي.
په دغو تدابيرو کښې د مسدودونکي قانون اجرا او له ايران سره د اېنېسټېکس INSTEX نومې د تجارت د خاصې لارې چارې رامنځته کول شامليږي.خو د ايران په باره کښې د اروپائي اتحاديې د جمع بندۍ بيانيه چې پرون خپره شوه يو لړ متناقض ټکي او مسائل لري چې د ايران په وړاندې د دغې اروپائي ادارې يووالے او غږملتيا ترپوښتنې لاندې راولي.
په دغه بيانيه کښې د اېټمي موافقې په وړاندې په خپلو ژمنو د ايران له پوره پابندۍ او دوام څخه هرکلے شوے او په دې باندې په تاکيد سره چې د بنديزونو ختمول د برجام له بنيادي موضوعاتو څخه دي د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو په ستندولو کښې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اقدام خواښيني څرګنده شوې ده.
په عين حال کښې اروپائي اتحاديې په دغه بيانيه کښې د برجام په زمينه کښې د امريکې له فېصلې سره د مخالفت باوجود د ايران په خلاف د واشنګټن له ادعانو سره غږملتيا کړې ده. په دې لړ کښې بروکسل په سيمه کښې د تاوتريخوالي له زياتېدو او هغه څه څخه چې په دې اړه د ايران د اسلامي جمهوريت رول ونومولے شو اندېښنه څرګنده کړه او ادعا يې وکړه چې ايران د سوريې او لبنان په شمول د سيمې په هېوادونو کښې له غېر حکومتي لوبغاړو سره فوځي، مالي او سياسي مرستې کړې دي.
که څه د برجام د ساتنې په اړه د اروپا موقف يوه مثبته چاره بلل کيږي خو د ايران د توغنده اي توانمۍ او سيمه ايزو سياستونو په باره کښې د امريکې له موهومو ادعاګانو سره غږملتيا په کامله توګه غلطه چاره ده.
همدارنګ اروپايان په داسې حال کښې ايران په سوريې او لبنان کښې په دخالت تورنوي چې خپله له امريکې سره يوځاے له 2011 کال راهسې يې د سوريې د قانوني حکومت د نسکورولو لپاره له ترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړ او د هغو په سنبالولو کښې فعالانه برخه واخېسته که څه څو کال پس د دغه سياست ماتې په ډاګه شوې ده.
په عين حال کښې ستر اروپائي هېوادونه په سعودي او اماراتو باندې د وسلو ترټولو مهم خرڅونکي دي چې د 2015 کال له مارچ څخه يې په يمن کښې يو ظالمانه جنګ شروع کړے دے.
په مجموعي توګه د اروپائي اتحاديې د جمع بندۍ بيانيه که څه هم له برجام څخه د ملاتړ په شان يو لړ مثبت ټکي لري خو په دغه بيانيه کښې ذکر شوي چټي تورونه او نيوکې د ايران د قبول وړ نه دي.
----------