د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په څلویښتمه کلیزه کی د سلواغې ۲۲
د ایران د ازمویل شوی ملت او انقلاب بیا ازمویل تیروتنه ده . د ایران ملت د خپل سر لوړیتوب او خپلواکۍ لپاره انقلاب وکړ
په دغو درستو کلونو کې د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریونونو کې د خلکو یو موټې شتون د استقامت ، وحدت او د سلطې په نظام د ایرانی ملت د بریالیتوب د جشن په سمبول بدل شوی دی .
سږکال هم دغه شتون د هغه ملت د یو زړه توب او وحدت ځلا ده چی راتلونکی ته په هیلې او تاندوالی سره د اسلامی انقلاب له ایډیالونو سره بیا تړون کوی . د ایرانی ملت دښمنان هم په دغه حقیقت ډیر ښه خبر دی او په همدې دلیل یې خپله ټوله هڅه او تمرکز له انقلابه د ایرانی ملت په ناهیلی کولو او ستړی کولو متمرکز کړی دی . امریکا د نرم جنګ په ډګر کی له اسلامی نظام سره په مقابله کی درې سټراتیجیک هدفونه تعقیبوی .
لومړی ، په بیلا بیلو مفاسدو د نظام د ککړتیا په القا سره د اسلامی نظام باور ختمول
دوهم ، د ناکارندوالی په القا سره د اسلامی نظام باور ختمول
او دریم ، د اجتماعی نارضایتی د رامینځته کولو لپاره له فلج کونکیو اقتصادی بایکاټونو په استفادی سره د اسلامی نظام او خلکو ترمینځ درز رامینځته کول .
خو په تیرو ۴۰ کلونو کې د ایران ملت د جنګ او اقتصادی کلابندۍ په شان له سترو ازمښتونو او سختیانو بریالی او سر لوړې وتلې دې . په دغو درستو کلونو کی هیڅ څیز د انقلاب د لارې د دوام لپاره د ایرانی ملت هوډ او اراده سسته او له شک سره مخامخ نکړې شوه .
د انقلاب د معظم لارښود په وینا ، انقلاب ریزش درلودلی دی خو د دغه ریزش تر څنګه څو برابره مونږه رویش لرو ، د انقلاب رویش ، د انقلاب معجزه دا ده . ،،
د ایران د ازمویل شوی ملت او انقلاب بیا ازمویل تیروتنه ده . د ایران ملت د خپل سر لوړیتوب او خپلواکۍ لپاره انقلاب وکړ . د یوه ملت خپلواکی او سر لوړیتوب یوازې په اقتصادی او معیشتی غوښتنو کې نشی خلاصه کیدلې . یو انقلاب د سترو حرکتونو زمینه جوړونکې دې چی یوازې د سختیانو په وړاندې په مقاومت او د دباونو په وړاندې په نه تسلیمیدا سره پوره کیږی . د ایران ملت د دغې معادلې په اساس په صبر ، زغم او په عین حال کی په درایت او په خپلو داخلی ظرفیتونو په تکیې سره د یوه باثباته او اغیزمن انقلاب په توګه خپل ځای تثبیت کړې شو او خپلې لارې ته دوام ورکوی . نن هم د ایران ملت په هماغه نشاط ، غوړیدا او له تیر وخت په پیاوړو انګیزو سره د خپلو ایډیالونو پر سر ولاړ دې او دا هغه حقیقت دې چی د امریکایی چارواکو په محاسباتو کې نشی راتللې .
د سلواغې د ۲۲ نیټې په عظیم لاریون کې د ایرانی ملت په تاندوالی او نشاط سره دګډون ننې پیغام د سلطه پالو قدرتونو په وړاندې په مقاومت بیا ټینګار او د سپینې ماڼۍ د چارواکو په میز ټولو ټاکنو ، لپو او ګواښونو ته ځواب دې .
دا د ایران د اسلامی انقلاب د پنځمې لسیزې په پیل کې پرتمینه ظاهریداده چی هغه باید د ایرانی ملت په بریالیتوب او سر لوړۍ کې د بدلانه نوې پیچومې وبلل شی .