ایران او افغانستان د سولې په اړه سلامشورې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80286-ایران_او_افغانستان_د_سولې_په_اړه_سلامشورې_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې دلوړې شورا ویاند احسان طاهری په هیواد کښې د سولې د بهیر د چټکیا په لارو چارو د غور په هدف سره تهران ته د ولسمشر د استازی د سفر خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2019 01:08 Asia/Kabul
  • ایران دکابل د حکومت تر څارنې لاندې د افغانستان دسولې دبهیر ملاتړ کوي .
    ایران دکابل د حکومت تر څارنې لاندې د افغانستان دسولې دبهیر ملاتړ کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې دلوړې شورا ویاند احسان طاهری په هیواد کښې د سولې د بهیر د چټکیا په لارو چارو د غور په هدف سره تهران ته د ولسمشر د استازی د سفر خبر ورکړ .

احسان طاهری پرون وویل د سولې په خبرو کښې د افغانستان د ولسمشر استازی او د سولې د لوړې شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی په دغه هیواد کښې د سولې دتحقق لپاره  د نړیوالې اجماع د رامینځته کولو په هدف سره په راتلونکو څو ورځو کښې ایران ته ورځی .

دافغانستان دسولې د لوړې شورا هڅه کوی دسیمې هیوادونه قانع کاندی چې د افغانستان سوله د سیمې په ګټه ده او په دغه هیواد کښې د جنګ او د بې ثباتۍ دوام د هیڅ هیواد په ګټه نه دی .

ایران له هغو هیوادونو یو (۱)هیواد دی چې دافغانستان دحکومت په خبرتیا سره یې د سولې د ملګرتیاو په ارتباط له طالبانو ډلې سره  غونډې کړی دی او دکابل د حکومت تر څارنې لاندې د افغانستان دسولې دبهیر ملاتړ کوی .