د معظم رهبر لخوا «د انقلاب دويم ګام» نومې بيانيه جاري شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80300-د_معظم_رهبر_لخوا_د_انقلاب_دويم_ګام_نومې_بيانيه_جاري_شوه
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا د انقلاب د کاميابۍ د څلوېښتمې کليزې په مناسبت د ايران ملت ته په خطاب کښې «د انقلاب دويم ګام» نومې بيانيه جاري شوه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 13, 2019 16:15 Asia/Kabul
  • د معظم رهبر لخوا «د انقلاب دويم ګام» نومې بيانيه جاري شوه

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا د انقلاب د کاميابۍ د څلوېښتمې کليزې په مناسبت د ايران ملت ته په خطاب کښې «د انقلاب دويم ګام» نومې بيانيه جاري شوه.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي نن په دغه پېغام کښې د ايران د ملت انقلاب قدرتمن البته مهربان، بخشش کونکے  او مظلوم وبلۀ. او وې فرمايل، د ايران اسلامي انقلاب په هيڅ يوه معرکه کښې حتی له امريکې او صدام سره په معرکه کښې وړومبے ډز نه دے کړے او په ټولو مواردو کښې يې د دښمن له حملې وروسته له ځانه دفاع کړې او البته متقابل ګوزار ته يې سخت ځواب ورکړے دے.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه پېغام کښې د هېواد ثبات او امنيت، زمکنۍ بشپړتيا، له پولو څخه حفاظت، د مهمو اقتصادي او د آبادونې بېخ بنائي جوړښتونو رامنځته کول، د انتخاباتو په شان سياسي مسائلو کښې د خلقو د ګڼ شمېر شتون زياتېدل، د خلقو د سياسي بصيرت وده، نړيوالو مسائلو ته د هغوي نظر، د هېواد د عمومي امکاناتو عادلانه وېش، د ټولنې په عمومي فضاء کښې د معنويت او اخلاقو هر اړخيزه وده، د نړۍ د فريبجنو، دهوکه بازو، زورويونکو او مستکبرانو په وړاندې چې په سر کښې يې امريکه ده ټينګ اودرېدنه د اسلامي انقلاب د کاميابيو او لاسته راوړنو يوه محدوده برخه وبلله.

Image Caption

 

حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي په دغه پېغام کښې د دې په بيانولو سره چې ايران د انقلاب د شروع د وخت په شان نن هم په مقتدره توګه د مستکبرانو له خنډونو سره مخامخ دے واضحه کړه، که هغه ورځ له امريکې سره مشکل د پرديو کارندو د لاس د لنډولو او په تهران کښې کښې د صهيونېسټ رژيم د سفارت د تړلو يا د د جاسوسي ځالې د رسوا کولو په سر ؤ نو نن د صهيونېسټ رژيم په پولو کښې د مقتدره ايران د شتون، د اېشيا د لويديځ له سيمې څخه د امريکې د ناروا نفوذ د ټغر د غونډولو، د فلسطيني مجاهدينو له مبارزو څخه د اسلامي جمهوريت د ملاتړ او په ټوله سيمه کښې د حزب ا... او مقاومت له رپول شوي بېرغ څخه د دفاع په سر دے.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ په دغه پېغام کښې د علم، سائنس ، څېړنې، معنويت، ملي عزت ، بهرنيو تعلقاتوله دښمن سره پوله ټاکنې او د ژوند تېرولو د طريقې په اړه د ايران ملت ته سپارښتنې وکړې.