د وارساغونډه د امریکاپه تاوان او دګډوډی رامینځة کونکوفیصلونتیجه ده
د وارسا غونډه چې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو پلان کړې ده ،له بیګا شپې پیل شوې او تر دوو ورځو پورې به دوام ولری ،خو کره راپورونه ښئ چې دامریکا چارواکی په دغې غونډې کې داروپائی هیوادونو دلوړپوړو چارواکو دنه ګډون په دلیل مجبوره شوی دی،ددغې غونډې رسمی ایجنډا بدله کړی او ددغې غوندې له چورلیزه دایران نامه وباسی ، خو بیا هم په دغې ناستې کې داروپائی هیوادونو هیڅ یوه مشر چارواکی ګډون نه دی کړی او په ټیټې سویه ئې ګډون ته ترجیح ورکړی دی .
فارس خبری آژانس راپورو رکړی، د جرمنی ،فرانسې او انګلستان چارواکو دپولیند دوارسا دغونډې په تاوانی بللو سره وئیلی دی ، دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو دغه غونډه ، دامریکا له دودیزو شریکانو نظرونو ته له پامه پرته پرمخ بیولې ده چې دابه پخپله دامریکا په تاوان وی .
دجرمنی ،فرانسې او انګلستان درو لوړپوړو چارواکو چې غوښتل نامې ئې وانخستل شی ، داماراتو له نیشنل خبری سایټ سره په خبرو کې دپولینډ ناسته یوه مضره او فرعی موضوع بللې او دایران په وړاندې ئې دامریکا داوسنی حکومت په دریځونو او همداراز له سورئې د واشنګټن په وتنې سختې نیوکې کړی دی .
یوه اروپائی چارواکی چې په ملګروملتو کې کارکوی ، په پولینډ کې دایرانی ضد غونډې دترسره کولو لپاره ئې دامریکا دفیصلې په باب وئیلی دی ، دغه فیصلې ، د ګډوډیو رامینځةکونکو فیصلو ټولګه او له پیله تر پایه پورې د نه سنجونې یو کلاسیک مثال دی .