داسلامی انقلاب مشر د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه
-
د ګوډاګیانو جنایتکارو لاسونه یوځل بیا د ایران د خدمت کونکو او صالحو ځوانانو په وینو ککړ شول .
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د سپاه پاسداران د یوشمیر ځواکونو د شهادت په مناسبت تسلیت ووایه .
هغه حضرت نن په یوه (۱)پیغام کښې ډاګینه کړه د ګوډاګیانو جنایتکارو لاسونه یوځل بیا د ایران د خدمت کونکو او صالحو ځوانانو په وینو ککړ شول او یو شمیر مهم کسان چې ځانونه یې د خلکو د امنیت او دسرحدونو دساتلو لپاره وقف کړی وې د سخت زړیو او د تور مخو ترهګرو په حملې کښې شهیدان شول .
د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه دسیمې او له سیمې وراخو دځینو هیوادونو له جاسوسۍ ادارو سره ددغه جنایت د عاملانو ارتباط مسلم دی او دایران مسولې ادارې باید په هغې تمرکز وکړی او دغه چاره په جدیت سره تعقیب کړی .
هغه حضرت د سیستان و بلوچستان دترهګرې حملې د شهیدانو کورنیو او د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران سترې کورنۍ ته تسلیت او مبارکی وویله او دهغوې لپاره د صبر او د الهی پاداش او له خدای پاک څخه د شهیدانو لپاره دلوړو درجو او د ژوبلو کسانو لپاره د زر شفا غوښتنه وکړه .