عربستان او متحده عربی امارات او دایران په پولو کې دناکراریو هڅې
داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان روښانه کړې ، ایران به ددغې ترهه ګرې حملې دشهیدانو د وینې د غچ اخستولپاره هیڅکله مخکینی ملاحظات په پام کې ونه لری،هغه همدارازخبرداری ورکړچې داسلامی جمهوری نظام صبر نورتمام شوی او ایران به نور له تکفیری ترهه ګرو ډلو پټ ملاتړونه ونه زغمی .
دعربستان او متحده عربی اماراتو استخباراتی ادارې دایران په پولو کې د نارکراریو درامینځة کولو لپاره پلانونې کوی .
دا خبره د ایران په اصفهان کې د سیستان او بلوچستان دترهه ګرې حملې دشهیدانو د جنازو په دستوروکې د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری کړې ده .
سردار جعفری زیاته کړې،داسې باؤری اطلاعاتو لرو چې د سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو جاسوسی ادارې په تیره بیا د هیواد په جنوب ختیځ کې د ناکراریو د رامینځةکولو لپاره ، هغې زمینې ته په پام سره چې د ایران او پاکستان په بلوچستان کې شته ، پراخې پلانونې ترسره کوی.
د تیرې چارشنبې په شپه یعنی دفرورۍ په دیارلسمه نیټه دایران دجنوب ختیځ په سیستان اوبلوچستان ولایت کې په خاش زاهدان لاره کې دایران دپوله ساتونکو په یوه بس ترهه ګره حمله شوې ، چې له امله ئې اوه ویشت پوله ساتونکی شهیدان او دیارلس نور ټپیان شوی دی .
ددغې حملې پړه هم دجیش الظلم په نامه ترهه ګرې ډلګۍ په غاړه اخستې ده . د دوی موخه ،دامنیت په تامینولو کې د اسلامی جمهوری نظام بې وسه ښودل دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د دغې ترهه ګرې حملې دشهیدانو خپلو خپلوانو او پاتې کسانو ته دتسلیّت دپیغام په یوې برخې کې روښانه کړې ، د دغه جنایت عاملان دسیمې او له سیمې ورآخوا د ځینو هیوادونو دجاسوسۍ له ادارو سره ارتباط لری او دهیواد مسئولې ادارط باید پر دې متمرکزې شی او دا چاره په دقت سره تعقیب کړی .
مستندات او شواهد ښئ چې د غه ترهه ګر بهیرونه دسعودی عربستان له خوا تمویلیږی ،یعنی په بشپړ ډول ئې مالی او وسلوال ملاتړ کیږی .
دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د تیر کال مئ میاشت کې په ډاګه دایرانی ضد دغې پروژې پرده پورته کړې او په یولړګستاخو خبرو کې ئې وئیلی وو،جنګ به د ایران خاورې ته وغزوو.
دایران په جنوب ختیځ کې په سیستان بلوچستان ولایت کې د ناکراریو رامینځةکیدا یو هغه پلان دی ، چې یوه سیاسی شناندی او لیکوال آندره کوریبکو په ایران کې دسعودی او امریکا دترکیبی جنګ په ارزونې کې ورته اشاره کړې ده .
داسلامی انقلاب معظم لارښود د ۲۰۱۷کال په جنورۍ کې د قم د زرګونو خلکو په ټول کې پخپلې وینا کې په ایران کې د ناکراریو په رامینځةکولو کې د امریکا او دهغې دسیمه ایزوتالی څټو رول،د میلیارډونو ډالرولګښت او له کلونو راهسې د هیواد له داخله دمشکل درامینځةکولو لپاره دایران د ملت دبدغواړو پیّلیتوب او چینل جوړونو ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، نښې نښانې اواطلاعاتی شواهد ښئ چې دغه قضیې پلان شوی او په رامینځةکونې کې ئې یو مثلث فعال دی . دوی همداراز فرمائیلی دی ؛ د دغه مثلث په سر کې امریکا او صهونیسټان دی ، د دغه مثلث د دوهمې کړۍ په سر کې د فارس خلیج یو شتمن حکومت دی، چې ددغې نقشې اودسیسې لګښت ئې تامین کړی او ددریمې کړۍ په سر کې هم هغه شاګردان او لاسپوڅی وو، چې دمنافقینو دانسان وژونکی ډلګۍ سره اړونده دی او له میاشتو مخکې راهسې تیار وو .
په پاریس کې د منافقینو ترهه ګرې ډلګۍ په څو کاله مخکې غونډې کې د ترکیی فیصل په شتون کې ایران ته د ګوزار ورکولو لپاره له ترهه ګرو څخه د آوزاری استفادې لپاره دسعودیانو خوځښتونه څرګند شول . سعودیانو په دغه سپیرۀ حرکت سره په ایران کې دناکراریو درامینځةکونې لپاره خپله دسیسه نندارې ته وړاندې کړ ه .
په دې زمینې کې دعربستان چارواکو تیروتی ګامونه پورته کړی دی او دپاکستان په څیر ځینی هیوادونه هم دخپلو سیاستونو قربانی کوی ، چې د دغه بهیر دوام به په چورلټ ډول د دوی په ضرر تمام شی . په همدې ټکی په ټینګار سره ده چې دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان روښانه کړې ، ایران به ددغې ترهه ګرې حملې دشهیدانو د وینې د غچ اخستولپاره هیڅکله مخکینی ملاحظات په پام کې ونه لری،هغه همدارازخبرداری ورکړچې داسلامی جمهوری نظام صبر نورتمام شوی او ایران به نور له تکفیری ترهه ګرو ډلو پټ ملاتړونه ونه زغمی .