اسلامی ایران دسیمې له درستوهیوادونوسره د ورورولۍ اړیکې غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80382-اسلامی_ایران_دسیمې_له_درستوهیوادونوسره_د_ورورولۍ_اړیکې_غواړی
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې ایران تل دسیمې لپاره امنیت رامینځةکړی او هیڅکله هم په سیمې کې تیریو پیلونکی نه دی ، ټینګار کړی ، مسلمانان باید متحد شی او په دوستانه اوورورګلویزو اړیکو سره دسمیې امنیت تامین کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 17, 2019 12:30 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران دسیمې له درستوهیوادونوسره د ورورولۍ اړیکې غواړی

د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې ایران تل دسیمې لپاره امنیت رامینځةکړی او هیڅکله هم په سیمې کې تیریو پیلونکی نه دی ، ټینګار کړی ، مسلمانان باید متحد شی او په دوستانه اوورورګلویزو اړیکو سره دسمیې امنیت تامین کړی .

زمونږخبریال راپورراکړ  داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په  سترې ولسی غونډې کې  وئیلی دی ، په داسې حال کې چې  دایران ځینی ګاونډیانو  تیروتی لاره  غوره کړې ده ،  ایران  د سیمې له درستو هیوادونو سره په زړه پورې اوورورګلویزې اړیکې غواړی .

 ډاکټر حسن روحانی  نن  دایران  په جنوب بندرلِنګه  ښآر کې د لسګونوزره خلکو په ولولناک ټول کې  په سیستان بلوچستان کې  دجیش الظلم ترهه ګرې ډلګۍ  حملې ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  دایران ملت به بې شکه ددغو شهیدانو د وینې غچ واخلی .

 هغه  وئیلی دی ،  دایران اسلامی جمهوریت به  هیڅکله هم اجازت ورنکړی ،  هغه جنایتکار تالی څټی چې  دهغوی وسلې او مالی سرچینې  پَردی تامینوی،  د ایران داسلامی جمهوریت پاسداران شهیدان کړی .

 د اسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران تل دسیمې لپاره امنیت رامینځةکړی  او  هیڅکله  هم  په سیمې کې تیریو پیلونکی نه دی ،  ټینګار کړی ، مسلمانان باید متحد شی او  په دوستانه اوورورګلویزو اړیکو سره دسمیې امنیت تامین کړی .

  ډاکټر روحانی  په دې خبرې په ټینګار سره ،  هغه کسان چې په سیمې کې فکر کوی  امریکال اوصهونیسټان  ورته امنیت رامینځةکوی ،  سخت تیروځی  ،روښانه  کړې ؛ د استکباری  قدرتونو هلې ځلې اواقدامات  دسیمې  په ملتونو ،مذهبونو اوقومونو کې  د تفرقې او  اختلاف  درامینځةکولو لپاره دی   ، چې باید  په دې زمینې کې ځیر اوهوښیار ووسو .

 د اسلامی ایران ولسمشرهمداراز په دې خبرې سره چې امریکااو صهونیسټان د ایران په ملت په دباؤ پسې دی،ووئیل؛اسلامی ایران په وحدت ، مقاومت او  اتحاد  سره ، ددښمنانو دسیسې ناکامې کړی .