د ایران او پاکستان د سلواغې د ۲۹ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80395-د_ایران_او_پاکستان_د_سلواغې_د_۲۹_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامی ایران د ولسمشر په شتون سره د ایران تر ټولو پرمختللی اوبتل په سمندری ځواک کې شامل شو
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 18, 2019 09:12 Asia/Kabul
  •  د ایران او پاکستان د سلواغې د ۲۹ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی ایران د ولسمشر په شتون سره د ایران تر ټولو پرمختللی اوبتل په سمندری ځواک کې شامل شو

 

جمهوری اسلامی

 

د اسلامی ایران د ولسمشر په شتون سره د ایران تر ټولو پرمختللی  اوبتل په سمندری ځواک کې شامل شو .  ورځپاڼۍ په دې هکله په یوه راپور کی لیکلی دی ، ډاکټر حسن روحاني د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ په سمندري ځواک کښې د (فاتح) اوبتل د شاملیدو په مراسمو کښې زیاته کړه: د ایران سمندري ځواک نه یوازې په فارس خلیج، عمان سمندر، خزر سمندرګي او د هند سمندر په خوله کښې د هیواد د سواحلو دفاع کوي بلکې په نړیوالو سمندرونو کښې هم په خپل شتون او اقتدار سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ګټو او د کشتۍ چلونې د امنیت ملاتړ کوي او د ایران په اقتدار باندې اغیز شیندونکی دی.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې ټکي باندې په ټنیګار سره چې د هیواد سمندري ځواک یو ځانګړی موقعیت لري، وویل: د دښمنانو دباؤ او بندیزونه او تپلی جنګ سبب شو چې ایران په دفاعي صنعت په تیره بیا په سمندري صنعت کښې پر ځان بسیا شي.

ولسمشر روحاني څرګنده کړه: له نیکه مرغه د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا په ځمکې، هوا او سمندر کښې پر ځان بشپړ بسیا دی او قدرت یې هیڅ کله دومره زیات نه و.

 ایران د تیلو صادرونکي شو .

د ایران خارجه وزیر ظریف د مونیخ په کنفرانس کی ویلی دی چی امریکا د ایران په اړه خپله بد خیمه ناروغۍ درمان کړی .

د یمن خلکو له صیهونیسټ رژیم سره د عربو د مرتجعو هیوادونو د اړیکو د عادی کولو په اعتراض کی پراخې مظاهرې وکړې .

د سوریې ولسمشر بشار اسد وایی اردوغان د امریکا حقیر ګوډاګې دې .

د عربستان ولیعهد پاکستان ته په داسې حال کی سفر وکړ چی پاکستانی اولس د هغه له سفر سره په مخالفت کی پراخې مظاهرې ترسره کړی .

 

ایران

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د مونیخ په غونډه کی وویل خپل هیواد نه بې دفاع کوو .

د ایران هرمزګان ولایت کی د ایران د ولسمشر په شتون سره د فاتح اوبتل په سمندری ځواک کې شامل شو .

د ایران سپاه پاسداران وایی اجازه نه ورکوو چی دښمنان د ټولنې ارامښت خراب کړی .

د تهران کی د پاکستان سفیره  د ایران خارجه وزارت ته وغوښتل شوه .

دایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ  د ادارې مشر علی اکبر ولایتی  وئیلی دی ،  اسلامی ایران  دریډیو درملو  په تولید او  د نویو ریډیو درملو په پراختیا کې  یو مخکښ هیواد دی ،  او اوس  د ایران تولید شوی ریډیو درمل  پنځلسو هیوادونو ته صادریږی .

 

اطلاعات

د اسلامی ایران ولسمشر روحانی وویل د ایران قدرت هیڅکله په ننې اندازه نه وو .

د مونیخ په کانفرنس کی امریکا او اروپا ترمینځ ژور درز رامینځته شو .

ظریف وایی د ایران ولس تل پر ځان تکیه کونکی پاتې شوی دی . محمد جواد ظریف د امریکا این، بي، سي چینل ته په مرکه کښې زیاته کړه: په ایران په تیرو څلویښتو کالو کښې د امریکې دباؤنه تل له ماتې سره مخ شوي دي ځکه چې د ایران ولس تل پر ځان ملا تړلې ده.

هغه په سیمه او نړۍ کښې د عربستان اقداماتو ته اشاره وکړه او ویې ویل: سعودي عربستان د امریکې په غوښتنه په ټوله نړۍ کښې د افراط پالنې ملاتړ کوي او دا کار په مینځني ختیځ کښې د کړکیچ رامینځته کیدو او د وینې توییدو لامل شوی دی.

د ایران خارجه وزیر په سوریې کښې د ایران د شتون په هکله هم وویل: تر څو چې دمشق له تهران څخه له تندلاریتوب او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په سوریې کښې د پاتې کیدو غوښتنه وکړي، تر هغې به ایران په سوریې کښې شتون ولري.

 

دپاکستان چاپ ځینې ورځپاڼۍ

 

 دنیا 

د عربستان ولیعهد په عربستان کې د بندی ۲۱۰۷ پاکستانیانو د خوشی کولو حکم صادر کړ .

 د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پلوامه  سیمه کی د هندی پوځ د یوه میجر په شمول  ۵ عسکر وژل شوی دی .

افغان طالبانو ویلی دی چی مونږه یې پاکستان ته له تلو ایسار کړو . طالبانو زیاته کړی  ده چی امریکا او ملګرو ملتو  پاکستان ته د طالبانو د پلاوی د ورتګ مخه ونیوله ځکه چی په پلاوی د شاملو نهو کسانو نومونه په تور لیسټ کې شامل وو .

عربستان په پاکستان کی د شل میلیارډ ډالرو د پانوګنې لومړې پړاو پاې ته ورسید .

 

‌ډان

پاکستان له هندوستانه خپل سفیر راوغوښته .

پاکستان  په ایران کی د وروستي ترهه ګرې حملې په ارتباط په تحقیقاتو کې د بشپړه ملګرتیا ډاډ ورکړ .

د ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی ایران په ارتباط د امریکا د ولسمشر د لومړی مرستیال پنس تورونه د خنده وړ دی .

په هندوستان کی  په یوې کم عمره انجلۍ د جنیسی تیری په تور یو پادری په شل کاله بند محکوم شو .

په نایجریا کې ټاکنې وځنډول شوې .