امریکاله ترټولو کمزوری شرائطو سره مخامخ شوې ده
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دایران مسئولانو ته په سپارښتنې کې د لویدیځوالو چلند او اقدامات په واقعی معنا سره یو چلول وبالۀ او وې وئیل،دامریکایانو دنده او خبره معلومه ده،ځکه توره ئې اوښکلی ده خو باید دلویدیځوالو خیال وکړئ،ځکه دوی هم په دوکو او چلول سره عمل کوی.
دایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن دایران په شمال لویدیځ کې د ختیځ آذربایجان د زرګونو خلکو په ولولناک ټول کې د دښمن یعنی داستکبار جبهې او دهغو په سر کې دامریکا کمزوری موقعیّت ته په اشارې سره ټینګار کړی ، مونږ نه غواړو ،ځانونه ساده وبریښوو او له دښمنه غافل شو ، خو واقعیتونه ددې ښودنه کوی ، چې دښةن ډیر زیات په داخلی او بهرنیو مسئلو اوشخړو کې ښکیل شوی دی .
حضرت آیت ا..العظمی سید علی خامنه ای د قتل اوجنایتونو د شمیر زیاتیدا،دنشه ایزو موادو او په نشې دروږدیدا پراختیا، دامریکا دمشرانو ترمینځ دنښتو زیاتیدا او ډیر عجیبه پورونه،دامریکا دښکیلیدا ځینی برخې وبللې اووې فرمائیل،دغه ټول موردونه،دامریکا د رسمی او داخلی راپورونه او احصائې دی او په همدې دلیل په سورئې،عراق او افغانستان کې له اوسنیو مشکلاتو او شخړو سره لاس او ګریوان شوی او ډیر زیات غوسه شوی دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود د وارسا ناکامې غونډې ته په اشارې سره ووئیل ، دامریکا ضعیف العقل حکمرانانو دایران په ضد د وارسا غونډې ترسره کیدا اوفیصلو کولو لپاره خپلوځینو کمزوری او غولیدلو حکومتونو او ملګرو ته بلنه ورکړې ، خو دغې غونډې هیڅ نتیجه ورنکړه او داټول د کمزورتیا نښې دی او دښمن چې دکمزورتیا په حالت کې له عصبانیّت سره مخامخ کیږی ، نوجنجال جوړونې او بد رد وئیلو ته مخه کوی.
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د وارسا غونډې ناکامۍ او له صهونیسټ رژیم سره او له امریکا سره په غږملتیا سره په ظاهره دمسلمانو هیوادونو ځینو چارواکو یو ځای کیناستل،دهغوی د بې عزتۍ لامل وبلل او ټینګار ئې وکړ،دغه کسان پخپلو ملتونو کې هیڅ عزت او احترام نه لری.
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دایران مسئولانو ته په سپارښتنې کې د لویدیځوالو چلند او اقدامات په واقعی معنا سره یو چلول وبالۀ او وې وئیل،دامریکایانو دنده او خبره معلومه ده ،ځکه توره ئې اوښکلی ده خو باید دلویدیځوالو خیال وکړئ،ځکه دوی هم په دوکو او چلول سره عمل کوی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای وئیلی دی ، هغه ورځ چې دغه اسلامی انقلاب یو کمزوری نیالګی ؤ ، درست دښمنان سره یو ځای شوی وو ،خو هیڅ کار ئې ونه کړائ شو، پر دې اساس اوس چې دغه نیالګی په یوې سترې او پیاوړی ونې بدل شوی دی ، نو هیڅ نشی کولی .