عربستان په سیمې او نړۍ کې دشرارت زړۀ دی
نن سبا اسلامی نړۍته له استکباری نړۍ دقدرت مرکز دمنتقلیدا په حال کې دی،او نړۍ د اسلام په ګټه د یوې سترې پیښې لپاره تیاره ده .
دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان جانشین سردار حسین سلامی نن په تهران کې د سیستان او بلوچستان دترهه ګرې حملې دشهیدانو د درنښت په دستورو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې دایران وسلوال ځواک د امریکا، صهونیسټ رژيم او د سیمې د مرتجعو عربو رژيمونو دسپيرۀ مثلث په مقابل کې دریدالی دی ، ووئيل نن سبا سعودي عربستان په سیمې او نړۍ کې د شرارت مرکز دی .
سردار سلامی په خپلې وینا کې زیاته کړې ، دغې حمله دیوې سټراټژۍ او دنړۍ د یوّه خطرناک تاکتیک ښودنه کوي .
هغه روښانه کړې ، نن سبا اسلامی نړۍ ته له استکباري نړۍ دقدرت مرکز دمنتقلیدا په حال کې دی ، او نړۍ داسلام په ګټه د یوې سترې پيښې لپاره تیاره ده .
داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دغه لوړپوړي قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې نن سبا اسلام دپرمختګ په حال کې دی ، وئيلي استکباري نړۍ لازیاته کمزوري شوي ده .
داپه داسې حال کې دي چې داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د مځکني ځواک قوماندان سردار محمد پاکپور هم ددغو دستورو ترڅنګ دخبریالانو په ټول کې وئيلي دي دایران عملیاتي اواطلاعاتي ځواک د سیستان او بلوچستان دبوږنونکي غمیزې دوه جنایتکار او یو ځان مرګی عامل نیولي چې دوه کسان ئې پاکستانیان وو. سردار پاکپور وئيلي په دغو عملیاتو کې یوشمیر وسلې تجهیزات، په سلګونو کلوګرامه چاودیدونکي توکي کشف او دکاربم چاودنې د لارښونې دټيم ځیني کسان هم نیول شوي دي . هغه روښانه کړې په نیول شوو ترهه ګرو یوه ښځه هم ده چې د هغې په اعترافاتو سره دوه نور کسان هم ونیول شول چې پاکستانیان دي
دفرورۍ په دیارلسمه نیټه دسیستان اوبلوچستان ولایت په خاش زاهدان لاره کې دسپاه پاسدارانو دپوله ساتونکو په بس په ځان مرګي حملې کې ۲۷کسان شهیدان او ۱۳نور ټپیان شوي وو ، چې پړه ئې هم جیش الظلم ترهه ګرې ډلګۍ په غاړه اخستې .