په جامعې ایټمی موافقې کې دسیاسی مُسکاترڅنګ د اروپاکمزوری کړچار
امریکاله جامعې ایټمی موافقې له وتلو وروسته او په عین حال کې د بندیزونو په بیرته ستنولو پسې دجامعې ایټمی موافقې په چوکاټ کې دایران د پاتیکیدو لپاره په چلولونو پسې ده .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دتبریز له زرګونو خلکو سره په کتنې کې دایران مسئولانو ته په یوې سپارښتنې کې فرمائیلی دی؛ دښمن په سمه توګه وپیژنئ او ځیر ووسئ، درته دوکه درنه کړی،هغه که د ګواښ په بڼه کې وی او که د مُسکاپه وخت.
داسلامی انقلاب معظم لارښود د لویدیځوالو چلند او اقدامات په واقعی معنا کې دوکه او چلول بللی او وئیلی ئې دی ، دامریکایانو انداز او کړنې چې مشخصې دی ، توره ئې رااوښکلی ده ، خو باید د اروپایانو په باب ځیر ووسو ،ځکه دوی هم په چلول او دوکې سره عمل کوی .
داروپایانو پر ژمنو د نه ډاډمنیدا په باب د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود ټینګار ، په امریکا د باؤر کونې او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دتجروبې یادونه ده . حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای له دې مخکې هم دماریکا او جامعې ایټمی موافقې په باب د زرګونو استاذانو اومحصیلینو په ټول کې فرمائیلی دی ، دوی کله کله دمُسکا په حال کې دمقابل لوری په سینې دخنجر ګوزار کوی او په ظاهری تعریف اوستاینې سره او په دې سره چې مونږ پوهیږو ، تاسو دموافقو خلاف ورزی نه کوئ ، خپلې موخې تعقیبوی .
امریکا له جامعې ایټمی موافقې له وتلو وروسته او په عین حال کې د بندیزونو په بیرته ستنولو پسې دجامعې ایټمی موافقې په چوکاټ کې دایران د پاتیکیدو لپاره په چلولونو پسې ده .د ډیری شناندو او کارپوهانو په ا ند،امریکا خپلو سپیرو موخو ته د رسیدو لپاره اروپا،له ایران سره د نوی لوبې اجرا ته اړباسی .دا موضوع،د ایران دتوغندوی توان پشمول له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه د بهر بحثونو په چوکاټ کې له ایرانه داروپا د سیاسی غوښتنو په ډولوالی کې ارزولی شو .
اروپایانو که څه هم د اعلامیې په چوکاټ کې په کرتو وئیلی دی چې د امریکا له یو اړخیزو سیاستونو سره مخالف دی ، خو د اروپا له خوا د جامعې ایټمی موافقې د نیمه اجرا هم دمنلو وړ نه ده . ا روپا او هغه لوری چې په دغې نړیوالې موافقې کې دایران په پاتیکیدو او د دغې موافقې پر ساتلو ټینګار کوی ،باید له جامعې ایټمی موافقې دایران دګټو په تامینیدا کې خپله دنده اجرا کړی .
څرګنده ده چې په دغه بهیر سره ، ایران دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په موضوع کې ل خپلو ملی او نړیوالو ښو ګټو څخه ددفاع لپاره باید له اروپائی لورو سره پخپلو خبرو کې په ډاډمنو اقدماتو پسې شی . په همدې ټکی په ټینګار سره ده چې دایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په دوشنبې ورځې په خپل اونیز خبری کنفرانس کې د اینسټکس تجارتی فعالیتونو دچینل په عنوان سره دایران ا و اروبا د راکړو ورکړو ځانګړی لارې چارې په باب وئیلی دی ، هغه څه چې داروپا له خوا مطرح شوی دی ، یوه سیاسی اراده ده چې تر دې دمه ظې لازم بریالیتوب نه دی درلودلی او کارونه ئې هم په ډیرې سستۍ سره پرمخ ځی.