پاکستان باید پوه شی عربستان پایداره نه دی
Feb 20, 2019 00:54 Asia/Kabul
-
تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په نړۍ کښې ال سعود وجود نلري او ایران به دسیمې ترټولو قدرتمن هیواد وي .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دټولو قواو د مشر لوړرتبه سلاکار او مرستیال برید جنرال یحی رحیم صفوی پرون له ترهګرو د پاکستان د جاسوسۍ ادارو ملاتړ ته په اشارې سره وویل پاکستان باید پوه شی چې د سعودی عربستان حکومت پایداره نه دی .
هغه وویل د اروپا شپاړسو (۱۶) موسسو نړۍ په ۲۰۳۰ کال سند کښې ویلی دی چې تر ۲۰۳۰ میلادی کال پورې په نړۍ کښې ال سعود وجود نلری او ایران به دسیمې ترټولو قدرتمن هیواد وی .
یحیی رحیم صفوي دغه راز په اصفهان ښار کښې د سیستان و بلوچستان د ترهګرې حملې د شهیدانو د جنازې د پرتمینه دستورو ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل ملګری ملتونه ددغه عظمت په وجه مجبوره شول چې د ترهګرو اقداماتو د مخنیوی لپاره یوه(۱) بیانیه خپره کړی .
ټیګونه