وهابیت د اسلامی نړۍ د تفرقې ستر عامل دی
-
ایران دپاکستان لپاره ډاډمن ګاونډی دی او هیڅکله به اسلام اباد ته ګواښ ونکړي .
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دقدس ځواک قومندان جنرال« قاسم سلیمانی» پرون په شمال کښې د بابل ولایت د شهیدانو د درنښت په دستورو کښې وویل
دپاکستان په خاوره کښې د سعودی عربستان د ملاتړ وړ تکفیریان په غلیمانه اقداماتو سره دهند او دافغانستان په شمول د ټولو ګاونډیانو او دنورو هیوادونو لپاره مشکل رامینځته کونکی شول او پاکستان باید په دې چاره کښې په سم ډک ځان پوه کړی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې وهابیت په اسلامی نړۍ کښې د تفرقې او د وینې د بهیدا عامل دی وویل د پاکستان خلک او حکومت باید اجازه ورنکړی د سعودی عربستان پیسې د تکفیری ترهګرو ډلو لاس ته ورشی او پاکستان د نړۍ په مقابل کښې ودروی .
د ایران دقدس ځواک قومندان جنرال سلیمانی وویل ایران دپاکستان لپاره ډاډمن ګاونډی دی او هیڅکله به اسلام اباد ته ګواښ ونکړی خو دایران اسلامی جمهوریت به له تکفیری ګوډاګیانو چې لاسونه یې دایران دځوانانو په وینو ککړی دی سخت انتقام اوغچ واخلی .
قاسم سلیمانی دې ته په اشارې چې دسعودی رژیم هدف په پاکستان کښې د ګډوډۍ رامینځته کول دی ټینګار وکړ د پاکستان پوځ او حکومت باید سعودی عربستان ته اجازه ورنکړی چې په څو میلیارډه ډالرو سره پاکستان له خپلو ګاونډیوهیوادونو سره په جنګ واچوی پاکستان دایران دوست دی او هیڅ هیواد باید ایران امتحان نکړی .