وهابیّت په اسلامی نړۍ کې د وینو بهولو ستر عامل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80492-وهابیّت_په_اسلامی_نړۍ_کې_د_وینو_بهولو_ستر_عامل
سردار جنرال قاسم سلیمانی د پنجشنبې په ورځې په یو لړڅرګندونو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې وهابیّت په اسلامی نړۍ کې د درز اوتفرقې او د وینو بهونې عامل دی،روښانه کړې،دپاکستان حکومت او ولس باید اجازت ورنکړی،دعربستان پیسې د تکفیری ترهه ګرو په اختیار کې ورشی او پاکستان له درستې نړۍسره مخامخ کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 22, 2019 09:27 Asia/Kabul
  • وهابیّت په اسلامی نړۍ کې د وینو بهولو ستر عامل

سردار جنرال قاسم سلیمانی د پنجشنبې په ورځې په یو لړڅرګندونو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې وهابیّت په اسلامی نړۍ کې د درز اوتفرقې او د وینو بهونې عامل دی،روښانه کړې،دپاکستان حکومت او ولس باید اجازت ورنکړی،دعربستان پیسې د تکفیری ترهه ګرو په اختیار کې ورشی او پاکستان له درستې نړۍسره مخامخ کړی .

دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک قوماندان سردار قاسم سلیمانی  وئیلی دی،دپاکستان په خاورې  کې  دعربستان  په بشپړ ملاتړسره تکفیری ترهه ګرپه غلیمانه اقداماتو سره د افغانستان او ځینونورو هیوادونو پشمول دخپلودرستو ګاونډیانو لپاره مشکل رامینځةکونکی شوی او  پاکستان باید  دغه چاره په سمه درک کړی .

Image Caption

 

 سردار جنرال قاسم سلیمانی  د پنجشنبې په ورځې  په یو لړ څرګندونو کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې  وهابیّت  په اسلامی نړۍ کې د درز اوتفرقې او  د  وینو بهونې عامل دی،روښانه کړې،دپاکستان حکومت او ولس باید  اجازت ورنکړی،دعربستان پیسې  د تکفیری ترهه ګرو په اختیار  کې ورشی  او پاکستان  له درستې نړۍ  سره مخامخ کړی .

  آل سعود رژیم دامریکاپه بشپړ ملاتړونو سره په سیمې کې  ورانکار رول لوبوی او هڅه کوی له ترهه ګرو څخه په ملاتړسره ناکراری اوبې ثباتی  دایران  دپولو داخل ته وغزوی .

 دپاکستان په پوله ایزو سیمو کې دترهه ګرو ورانکار فعالیتونه  او  له هغو د سعودی عربستان  مالی ملاتړونه  لامل شوی،څو تکفیریان  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره  په پاکستان کې دپیاوړی ارادې دنه شتون په سیوری کې ،  وخت په وخت  دایران سرحدی سیمې ناکرارې کړی .

  دایران د په سیستان او بلوچستان ولایت کې د  فرورۍ  د دیارلسمې نیټې  ترهه ګر جنایت ،چې  د ۲۷ پوله ساتونکو دشهادت  لامل شوی ،  په ښه ډول ئې  دایران ضد لمسونې لپاره دپاکستان  په سرحدی سیمو کې د ترهه ګرو  سپیرۀ فعالیتونه  او له هغو د آل سعود رژیم  ملاتړ  نندارې ته وړاندې کړی دی .  هغه ځان مرګی چې  دایران د پوله ساتونکو بس ئې په نښه کړی ، یو پاکستانی ښاریز ؤ  او دا  ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره  دپاکستان په پولو کې  د پیاوړی ارادې   دنه شتون ښودنه کوی .

 په پآکستان کې د وهابیّت تفکر ریښې پراخې کړی دی او په دغه هیواد کې ځینی مذهبی مدرسې  چې  دسعودیانو په پیسو سره اداره کیږی ،  دترهه ګرو دتولید په مرکزونو بدلې شوی دی . دغه  ورانکار رول د درستو نړیوالو لپاره  تر دې حده  رابرسیره شوی دی ، چې  اروپائی اتحادئې په همداوروستیو کې  د سعودی عربستان نامه  دترهه ګرو له مالی تامینیدا سره  په مبارزې کې  د دغه هیواد  دلټۍ  په سبب په تور لیسټ کې شامله کړې ده .

Image Caption

 

 په عین حال کې،دامریکا د ولسی جرګې یاکانګرس استازی روخانا یوه اونۍمخکې وئیلی،سعودی عربستان امریکائی وسلې په یمن کې دالقاعدې  ترهه ګرو ته ورکوی .

دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی هم په همداوروستیو کې وئیلی دی،دهغې ترهه ګرۍ سرچینه چې  اوس ئې درسته نړۍ په تیره بیا مینځنی ختیځ  سیمه راګیره کړې ده،دسعودی عربستان او دهغو  له افراطی تفکراتو او لیدتوګو پرته  بل هیڅ نه دی .

Image Caption

 

  پاکستان،دعربستان په ملاتړ سره په ځینو مذهبی مدرسو کې د وهابیّت  د تفکر د نفوذ او دهغو روزنې په سبب  دتکفیریانو دخوځښتونو لپاره په یوه کرار ځای بدل شوی دی .په دغه شان شرائطو کې  دپاکستان له مسئولانو تمه کیږی،له دغه هیواده د ایران  دخاورې داخل ته د ترهه ګرو د خوځښتونو په وړاندې  دې  لاجدی  عمل وکړی .

 له ترهه ګرو سره په مبارزې کې د پاکستان د حکومت اوسنی  کړچار  دایران  لپاره قانع کونکی نه دی او په ګډوپولو کې د تل پاتې امنیت واکمنیدا  دپاکستان دحکومت  لازیاتو هڅو ته اړتیا لری .که داسې نه وی ،نو  ایران دخپلو پولو په دفاع کې له ترهه ګرو سره مبارزه او دایران د هغو پوله ساتونکو د وینې غچ اخستلولپاره،چې دزاهدان په ترهه ګر جنایت کې شهیدان شوی ،کلک هوډ لری . 

 هماغه ډول چې  داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  دقدس ځواک قوماندان    ټینګار کړی دی ، دایران اسلامی جمهوریت به له هغو تکفیری تالی څټو چې  لاسونه ئې  دایرانیو ځوانانو  په وینو ککړ دی ، سخت انتقام واخلی.

 دایران اسلامی جمهوریت   دامریکا اوهم دآل سعودرژیم  پشمول د لویدیځ   ترملاتړ لاندې  ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې مهم رول لوبوی .  په سورئې او عراق کې  له بیلابیلو ترهه ګرو ډلو سره  دایران  واقعی مبارزه ،  په دغو دواړو هیوادونو کې د داعشی حدودو  دحاکمیّت   دماتونې  لامل شوې  ده . دایران دغه کړچار  او عمل،  دترهه ګرو ملاتړو لپاره  جدی خبرداری دی ،څو پوهۀ دې  شی ، اسلامی ایران  له ترهه ګرۍ سره   دمبارزې لپاره پوله نه پیژنی  او  دایران په سرحدی سیمو کې   اوحتی له دغو سیمو ورآخوا هم  تکفیریانو ته دسخت ګوزار  ورکولو  لپاره کلک  او پریکنده هوډ لری .