د ایران د کب د ۴ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80516-د_ایران_د_کب_د_۴_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف له ایټمی موافقې د ایران د وتلو په نسبت لویدیځ ته خبردارې ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2019 10:31 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د ۴ نیټې ځینې مطبوعات

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف له ایټمی موافقې د ایران د وتلو په نسبت لویدیځ ته خبردارې ورکړ .

 

جمهوری اسلامی

 

داسلامی ایران دسمندری ځواک ولایت ۹۷ستره مانوره پیل شوی ده او په لومړنۍ ورځ د فاتح اوبتل او سهند جنګی کشتۍ  خپل لومړنې شتون درلوده .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی زمونږ درست تیلی تجارت له اروپا بهر ترسره کیږی .

د ایټمی انرژئ د نړیوال اژانس مشر یوکیا امانو د ۱۴ ځل لپاره ایټمی موافقې ته د ایران په پایبندۍ  ټینګار وکړ .

د ابراهیمی جومات د وژلې په کلیزه کې په الخلیل کې  په مظاهرو کې د ټرمپ انځورونه وسوزول شول .

د سوریې په الرقه کی په  ۳۵۰۰ مړیو سره یو ستر ډله ایز قبر کشف شو .

د مصر دارالفتا په یوه فتوا کې ویلی دی چی اخوان المسلمین د دې وخت خوارج دی .

 

اسلامی ایران دترهه ګروور انکارۍ بې ځوابه نه پریږدی . دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین سردار حسین سلامی دایران په سیستان او بلوچستان کې  دترهه ګرې حملې په غبرګون کې  وئیلی دی ،  اسلامی ایران  دترهه ګرو یو اقدام هم بې ځوابه  نه پریږدی او غاښ ماتونکی ځواب ورکوی .

 سردار حسین سلامی ټینګار وکړ ، دایران د غچ اخستنې  معیار  او پیمانه  یوازې  له ترهه ګرو ډلو سره نښته نه ده ، بلکې د ترهه ګرو له اربابانو او د دوی په پلۀ دپل کیښودونکو سره به وجنګیږی.

 سردارسلامی دعربستان اومتحده عربی اماراتو چلند غلیمانه وبالۀ اووې وئیل ایران نه غواړی،حتی پراسلامی هیوادونوواکمن رژیمونه  دښمن وګڼی.

 هغه همداراز روښانه کړې،تکفیری ترهه ګر اودهغو اربابان دې پوهه شی،دهغوی غیر انسانی او وحشی ډوله اقدامات به  بې ځوابه پاتې نشی،حتما به ورځینی غچ واخستل شی .

 

 اطلاعات

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف له ایټمی موافقې د ایران د وتلو په نسبت لویدیځ ته خبردارې ورکړ .

د ایران د قدس ځواک قوماندان سردار سلیمانی وویل د زاهدان د شهیدانو د وینې غچ به واخلو .

 یونیسف وایی ۱۱ میلیون یمنی ماشومان د لوږې له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دی .

له دې وروسته چی د امریکا ولسمشر ټرمپ ، سناتور برنی سینډر ته لیونې ووایه نو هغه ورته په ځواب کی وویل درغلی کونکې ټرمپ به په راتلونکیو انتخاباتو کې ماته وخوری .

بغداد وایی له ایرانه د انرژۍ وارداتو ته دوام ورکوو .

 

د پاکستان پوځ د هند له احتمالی حملې سره د مقابلې لپاره چمتو شوی دی . د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د کشمیر کنټرول کرښې ته په ورتلو سره هندوستان ته دهر ډول ماجرا غوښتنې په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل د پاکستان پوځیان به هرډول بلا غوښتنې ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .

د پاکستان دپوځ مشر باجوا د کشمیر کنټرول کرښې ته ورغی چې دخپل هیواد د عسکرو د چمتووالی  او د انګیزې په هکله غور وکړی .

 

داپه داسې حال کښې دی چې د پاکستان دملی امنیت کمیټۍ په تیرې پنجشنبې ورځ حکومتی عسکرو ته اجازه ورکړه چې په  ټول قوت سره د  هندوستان تیری ته ځواب ورکړی .

ځینې راپورونه وایی چې  هند د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر سیمې حمله کولای شی .

دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د کشمیر  په کنټرول کرښې کښې  په« چیری کوټ» او «باګسر» سیکټرونو کښې دیره عسکرو ته په وینا کښې وویل پاکستان  یو سوله غواړی هیواد دی او له هیڅ چا به ونه ویریږی .

دغه راز دپاکستان دپوځ  ویاند جنرال اصف غفور هم وویل که چیرې هند د پاکستان پرضد تیری پیل کړی نو د پاکستان د عسکرو لخوا د ځواب د ترلاسه کولو  په سویې به  حیرانه شی .

وینزویلا د امریکا له پوځی ګواښونو سره په یو وخت خپلې پولې وتړلې .

د امریکا کانګرس ګواښ وکړ که ټرمپ عربستان ته ایټمی ټیکنالوجۍ انتقال کړی نو قضایی تعقیبونې لاندې به ورشی .

 

افغان طالبانو په یوه بیانیه کی ویلی دی امریکا په افغانستان کې په دایمی اډو پسې ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ وایی د شمالی کوریا د بایکاټونو لغوه کول غواړم .

کیهان

 

تهران د جمعې لمانځه خطیب ویلی دی د پاکستان حکومت په چټکتیا سره خپل تیر کړچار اصلاح کړی . د تهران دجمعې لمانځه خطیب سید محمد حسن ابوترابی فر د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې ټینګار کړی،دا د ایران لپاره دمنلو وړنه ده چې دیوه اسلامی ګاونډی هیواد ټاټوبی دترهه ګرو تالی څټولپاره په یوه مرکز بدل شی .

هغه په دې خبرې په ټینګارسره چې غوره نه ده،پاکستان دخپلوګاونډیانو لپاره ترینګلتیاوې رامینځةکړی،وویل؛پاکستان بایددخپل دغه اقدام لګښت ورکړی .

  ابوترابی فر روښانه کړې،دیوه مسلمان ګاونډی په توګه له پاکستانه تمه کیږی،خپل تیرچلند اصلاح کړی او د ورورولۍ داصولو ددوام لپاره لاره هواره کړی .

 د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز ددې خبرې په کولو سره چې دایران اسلامی انقلاب خپلو آئیډیاؤ ته د څلویښت کلنۍ پابندۍ لپاره استثنائی دی،ووئیل،ایران په تیرو څلورو لسیزو کې داسلام او اسلامی انقلاب په اساس مقاومت کړی او  خپلې دغې بریالۍ لارې ته هماغه راز دوام ورکوی .

بیت المقدس په پوځی اډې بدل شو .

د روسیې ولسمشر پوتین وایی په ایټمی حمله کی له امریکا مخکې ډز کوو .

په عراق کی د داعش د مالی تامین ستره شبکه له مینځه لاړه او د دغه شبکې فرانسوی غړی ونیول شو ل .

د سپنې ماڼۍ په رسمی اعلان سره له سوریې د امریکا د نوی فیصده امریکایی عسکرو وتل قطعی  شول .

د امریکا د ملی امنیت سلار کار جان بولټن وایی د نیکاراګویې حکومت باید بدل شی .