دایران دفاعی توان د ثبات او د امنیت د ساتلو لپاره :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80518-دایران_دفاعی_توان_د_ثبات_او_د_امنیت_د_ساتلو_لپاره
دایران داسلامی جمهوریت وسله وال ځواکونه په سیمه کښې په ګواښونو په کامل ډول بروالی سره ځانونه له ګواښونو سره سم چمتو کوی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 23, 2019 15:14 Asia/Kabul
  • نن  سبا ایران په پوځی ډګر کښې د سمندری امنیت دساتلو په شمول په ټولو برخو کښې په ستراتیژیکه سویه وس لری.
    نن سبا ایران په پوځی ډګر کښې د سمندری امنیت دساتلو په شمول په ټولو برخو کښې په ستراتیژیکه سویه وس لری.

دایران داسلامی جمهوریت وسله وال ځواکونه په سیمه کښې په ګواښونو په کامل ډول بروالی سره ځانونه له ګواښونو سره سم چمتو کوی .

په دې لړ کښې دایران داسلامی جمهوریت د پوځ د سمندری ځواک د ولایت ۹۷ په نوم ستره پوځی مانوره په تیرې جمعې ورځ دایران د جنوب په بندر عباس سیمه کښې له هرمز اوبلارې رانیولی تر مکران سواحلو ، د عمان سمندرګی او د هند د اوقیانوسیې د شمال تر لس(۱۰) درجې مدار او په کابو دوه میلیونه کلومیټره محدودې کښې د هند د اوقیانوسیې په شمال کښې پیل شوه .

دایران اسلامی جمهوریت د دفاعی ډاکټرین په چوکاټ کښې دودیز اقدامات او تمهیدات چې د ګواښونو د تعقیبولو او د ختمولو لپاره یې ضروری وګڼی ترسره کوی .

د «ولایت ۹۷ »پوځی مانوره هم دهمدغه هدف په چوکاټ کښې ترسره کیږی .

دایران د پوځ د غږملونکی مرستیال امیر البحر حبیب الله سیاری پرون د ولایت ۹۷ د سترې سمندری مانورې په څنګ کښې په دې خبرې سره چې دایران پرضد تل ګواښونه شته ډاګینه کړه د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو توانمنۍ د مقابلې او دفاع لپاره ضروری ده .

دامریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیواله موسسه په یوه(۱) راپور کښې ایران د داسې هیواد په توګه یادوی چې  د بلاسټیک  توغندیو او راکټونو ترټولو ستر او ډول ډول  سلاکوټونه لری .

په دفاعی عملیاتو کښې له پوهې او تخصص څخه ګټه پورته کول او د یرغل د اړتیا په بڼه کښې په  دفاعی قابلیتونو سره د کارنده او د پرمختللیو تجهیزاتو  په لاس کښې لرل له تیریګرو سره د مقابلې او د ګواښونو د ختمولو لپاره یوه (۱) ستراتیژیکه مولفه ده .

نن  سبا ایران په پوځی ډګر کښې د سمندری امنیت دساتلو په شمول په ټولو برخو کښې په ستراتیژیکه سویه وس لری او د دفاعی او حتی د یرغل د قدرت له نظر دا ظرفیت لری چې په سیمه کښې د ناامنۍ د رامینځته کونکو بهیرونو په مقابل کښې ودریږی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود او د ټولو قواو قومندان حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای څه موده مخکې د  پوځ دسمندری ځواک له قومندانانو او  مسولانو سره په کتنې کښې د اسلامی جمهوریت په مقابل کښې د دښمانانو او دسیالانو د پراخې جبهې ولاړیدا ته په اشارې سره وویل  دایران اسلامی جمهوریت له هیڅ هیواد سره د جنګ دپیلولو نیت نلری خو خپل وسونه دومره زیات کړئ چې دښمن نه یوازې په ایران له حملې ویریږی بلکې په ډګر کښې د وسله والو ځواکونو د اغیزشیندونکی شتون ، اقتدار او پیوستون په برکت دایران د ملت له سرڅخه ګواښ هم لیرې شی .

دایران پوځی قدرت نن سبا د یوه(۱) ستراتیژیک ځواک په لیکه کښې راځی .

په دغه ظرفیت تکیې سره ایران او دسیمې هیوادونه په پوځی او امنیتی ملګرتیا او پیوستون سره دسیمې امنیت تامینولای شی .

تجربې ښودلی ده چې په سیمه کښې د پردیو شتون یوازې په سیمه کښې د لاسوهنو او د وسلو د خرڅولو په هدف سره دی او دغه شتون  هیڅکله دسیمې لپاره امنیت نه دی راوستلی .

ددغه خبرې  دلیل په سیمه کښې  د کړکیچونو او د شخړو او د ترهګرو ډلو پراخ فعالیتونه دی .

له دې نظره د ایران د« ولایت ۹۷» پوځی مانورې پیغام په ډله ایز امنیت او په سیمه کښې د ګواښونو او د ناامنیو په ختمولو ټینګار دی .