له سوریې ملاتړ د مقاومت حمایت ګڼو
-
د سوریې جنګ د ایران پرضد د عراق اته(۸) کلن تپلي جنګ ته ورته وو.
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون سهار د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنې کښې وویل له سوریې ملاتړ د مقاومت ملاتړ ګڼو او په هغه ویاړو .
د مشر تابه ستر مقام د سوریې دبریالیتوب او د امریکا او دهغې دسیمه ییزو ګوډاګیانو د ماتی رمز د سوریې دولسمشر او دخلکو استقامت او په مقاومت دهغوې ټینګار وباله او جوته یې کړه دایران اسلامی جمهوریت د سوریې له ملت او حکومت سره مرسته د مقاومت له حرکت او بهیر سره مرسته ګڼی او د زړه له تله په هغه افتخار کوی .
حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د کړکیچ له پیل راهسې د سوریې دملت او دحکومت په څنګ کښې د ایران داسلامی جمهوریت په صادقانه ډول دریدا ته په اشارې سره زیاته کړه سوریه په استقامت او د هیواد دخلکو په ملګرتیا سره وتوانیدله د امریکا، د اروپا او په سیمه کښې ددوې له متحدانو جوړ دیوه(۱) ستر ائتلاف په مقابل کښې مقاومت وکړی او په بریالیتوب سره له دغه کړکیچ ووځی .
د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په سوریې کښې د مقاومت دبهیر بریالیتوب د امریکا د غوسه کیدا او د نویو دسیسو د پلانولو لپاره دهغوې دهڅې سبب وباله او په دې زمینه کښې یوې (۱) بیلګې ته په اشارې سره یې وویل د حائلې سیمې مسله چې امریکا یې په سوریې کښې دجوړولو هڅه کوی په هغو خطرناکو دسیسو کښې راځی چې باید په پریکنده توګه یې رد کړو او په مقابل کښې یې ودریږو .
هغه حضرت د عراق او دسوریې په سرحد کښې د اغیزشیندونکی شتون لپاره دامریکا پروګرام ددغو پلانونو یوه(۱) بله بیلګه وګڼله او ټینګار یې وکړ ایران او سوریه دیوه بل ستراتیژیک عمق دی او د مقاومت د بهیر هویت او قدرت له دغه ستراتیژیک او پرله پسې ارتباط سره اړونده دی پر دې اساس به دښمانان ونه توانیږی خپل پلانونه عملیاتی کاندی .
دسوریې ولسمشر بشار اسد هم د ایران داسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سره په کتنې کښې له خپل هیواد څخه د ایران داسلامی جمهوریت د بې دریغه ملاتړونو په قدرونې سره وویل د سوریې جنګ د ایران پرضد د عراق اته(۸) کلن تپلی جنګ ته ورته وو او دایران اسلامی جمهوریت په دغه پیښه کښې په سرشیندونکی ډول زمونږ په څنګ کښې وو .