دایران په اغیز شیندونکی رول د روسیې ټینګار:-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80613-دایران_په_اغیز_شیندونکی_رول_د_روسیې_ټینګار
سوریه له ۲۰۱۱ میلادی کال څخه د لویدیځو هیوادونو او دهغوې د عربو متحدانو تر ملاتړ لاندې ناکراریو سره کړکیچ ته ورننوتله او د سعودی عربستان ، د امریکا او د هغوې د متحدانو تر ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو سوکه سوکه د اسرائیلو په ګټه دسیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره د سوریې په بیلابیلو سیمو کښې له پوځ سره پراخ جنګونه پیل کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2019 10:46 Asia/Kabul
  • روسیه په ښه ډول په سوریې کښې د ایران له حساس او مهم رول خبره ده .
    روسیه په ښه ډول په سوریې کښې د ایران له حساس او مهم رول خبره ده .

سوریه له ۲۰۱۱ میلادی کال څخه د لویدیځو هیوادونو او دهغوې د عربو متحدانو تر ملاتړ لاندې ناکراریو سره کړکیچ ته ورننوتله او د سعودی عربستان ، د امریکا او د هغوې د متحدانو تر ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو سوکه سوکه د اسرائیلو په ګټه دسیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره د سوریې په بیلابیلو سیمو کښې له پوځ سره پراخ جنګونه پیل کړل .

له دې وروسته د سوریې حکومت په ایران غږ وکړ له ترهګرو سره په مبارزې کښې له دمشق سره مرسته وکړی .

په دې ډول ایران له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د سوریې د قانونی حکومت په غوښتنه  په سوریې کښې د پوځی سلاکارانو په سویه شتون لرلی او د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې یې دترهګرو پرضد جنګ کښې د پوځ په بریالیتوبونو  کښې مهم رول لوبولی دی .

دسوریې په کورنی جنګ او کړکیچ کښې د ایران ټاکونکی رول د لویدیځو هیوادونو او دهغوې د عربو متحدانو او اسرائیلوغوسه راپارولی ده .

داپه داسې حال کښې دی چې روسیې د ترهګرو ډلو پرضد مبارزې کښې د دمشق د حکومت د یوه(۱) بل مهم متحد په توګه په دې زمینه  کښې متفاوتې لیدتوګې لرلی دی او په ځلونو یې په سوریې کښې د تکفیری ترهګرو پرضد مبارزې کښې دایران په ناانکار وړ رول ټینګار کړی دی .

په دې لړ کښې په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمی استازی «واسیلی نبنزیا »د امنیت شورا په غونډې کښې چې په سوریې کښې په انسانی حالاتو دغور لپاره جوړه شوی وو وویل روسیه له ایران او ترکیې سره یوځاې له ترهګرو سره د مقابلې د لارې چارې د وړاندې کولو هڅه کوی .

لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا چې په سوریې کښې دناکراریو له پیلیدا راهسې یې خپل هدف د سوریې د حکومت دړې وړې کول اعلان کړی وو او په دې  لړ کښې لویدیځ او عرب ائتلاف له ترهګرو ډلو ملاتړ پیل کړی دی تل د ایران پرضد زیاتې پروپاګنډې کړی دی او په عین حال کښې یې په ځلونو له سوریې د ایران د پوځی سلاکارانو د وتلو پرضرورت ټینګار کړی دی .

سره له دې  دامریکا او د لویدیځ دغه غوښتنه د سوریې د ولسمشر بشار اسد دحکومت له سخت مخالفت سره مخ شوی ده .

د سوریې دباندنیو چارو د وزیر مرستیال« فیصل مقداد» وویل د لبنان دحزب الله او دایران د ځواکونو شتون له ترهګرۍ سره د مبارزې  لپاره  زمونږ دحکومت په غوښتنه ترسره شوی دی  .

په عین حال کښې روسیې د ۲۰۱۵ میلادی کال له سپتمبر میاشتې راهسې له ترهګرۍ سره د مبارزې او دسوریې دحکومت د ملاتړ په لړ کښې په سوریې کښې پیاوړی شتون لرلی او دترهګرو پرضد د ماسکو هوایی حملو ټروریسټانو ته زیاتې مرګ ژوبلې او تاوانونه اړولی دی .

لویدیځو هیوادونو او اسرائیلو زیاته  هڅه کړی ده چې په روانی جنګ او سیاسی سلامشورو سره یوډول په سوریې کښې دایران دشتون په هکله د روسیې دریځ تر اغیز لاندې ورولی او یو ډول ماسکو له خپلې غوښتنې سره غږمله کړی .

سره له دې ماسکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په زمینه کښې په سوریې کښې دایران په ډیر مهم رول ټینګار کړی دی .

باید ووایو روسیه په ښه ډول په سوریې کښې د ایران له حساس او مهم رول خبره ده او له دې کبله پوهیږی  په ادلب ولایت  کښې له دیره ترهګرو سره د چلند د څرنګوالی او ددغه سیمې د راتلونکی حالت په شمول د سوریې په باره کښې هرډول فیصله باید دایران په لیدتوګی سره ترسره شی .