ایران او ارمنستان باید تل دوستانه اړیکې ولری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80628-ایران_او_ارمنستان_باید_تل_دوستانه_اړیکې_ولری
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ارمنستان او د ایران د اقتصادی ملګرتیا د سویې د زیاتیدا پر ضرورت ټینګار سره وویل د امریکا دګروهنې په اپوټه د تهران او د ایروان اړیکې باید پیاوړی ، دوستانه او دوامدارې ووسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2019 02:14 Asia/Kabul
  • ایران او ارمنستان هیڅکله له یوبل سره مشکل نه دی لرلی او مونږ له اسلامي تعلیماتو سره سم ځان له ګاونډیانو سره ښه سلوک ته ژمن ګڼو .
    ایران او ارمنستان هیڅکله له یوبل سره مشکل نه دی لرلی او مونږ له اسلامي تعلیماتو سره سم ځان له ګاونډیانو سره ښه سلوک ته ژمن ګڼو .

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ارمنستان او د ایران د اقتصادی ملګرتیا د سویې د زیاتیدا پر ضرورت ټینګار سره وویل د امریکا دګروهنې په اپوټه د تهران او د ایروان اړیکې باید پیاوړی ، دوستانه او دوامدارې ووسی .

د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون د ارمنستان له لومړی وزر نیکول پاشینیان سره په کتنې کښې له خپلو ارمنی هموطناوالو سره دایران دخلکو ډیرو ښو اړیکو او د سپیڅلی دفاع په پړاو کښې د ارمنیانو سرشیندونو ته په اشارې سره وویل زه په تهران کښې ددغو شهیدانو کورنیو ته ورغلی یم ځکه چې مونږ د تپلی جنګ ارمنی شهیدان د مسلمانو شهیدانو په شان د ایران د ویاړونو برخه ګڼو .

حضرت ایت الله خامنه ای زیاتیدونکی دوستۍ او ملګرتیا دنده او د ایران او دارمنستان د ګډو ګټو په لړ  کښې وبلله او داګینه یې کړه البته امریکا په کامل ډول د نا اعتماد وړ او په ټولو ځایونو کښې دفتنې ، د فساد ، اختلاف او دجنګ درامینځته کولو هڅه کوی او واشنګټن د ایران او د ارمنستان له اړیکو او دملتونو له ګټو سره مخالفه ده خو مونږ په مقابل کښې دنده لرو خپلې ملګرتیاوې او ارتباطات پیاوړی کړو .

هغه زیاته کړه ایران او ارمنستان هیڅکله له یوبل سره مشکل نه دی لرلی او مونږ له اسلامی تعلیماتو سره سم ځان له ګاونډیانو سره ښه سلوک ته ژمن ګڼو البته د جان بولټن په شان د امریکا چارواکی  په داډول اړیکو  او   مسائیلو هیڅ نه پوهیږی  .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دغه راز د قره باغ د موضوع حل د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د چارواکو ترمینځ له پرله پسې خبرواترو سره تړلی وباله او ددغه مشکل له حل سره د مرستې لپاره یې دایران چمتووالی اعلان کړ .

د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان هم په دغه کتنې کښې تهران ته  په سفر کښې ترسره شوی خبرې اترې او موافقې رغنده  او هیله بخښونکی وبللې او ویې ویل ارمنستان دایران پرضد هیڅ اقدام کښې ګډون نه دی کړی او نه به یې وکړی .